د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر پولنډ د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د هیمارس راکټي سیستمونه پلوري


د هیمارس امریکایي راکټي سیستم چې په دقیقه توګه د هدف و ویشتلو وړتیا لري
د هیمارس امریکایي راکټي سیستم چې په دقیقه توګه د هدف و ویشتلو وړتیا لري

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ فبروري اومه (سلواغې ۱۸) اعلان وکړ چې پر پولنډ یې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د هیمارس د ۱۸ راکټي سیستمونو پلورل، چې مهمات او نور تجهیزات هم پکې شامل دي، منظور کړل کړي.

د امریکا دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په یو بیان کې ویلي د دغو وسلو په پلور سره به نه یوازې د قابلیتونو د لوړیدو په برخه کې د پولنډ اهداف ترلاسه شي بلکې له متحدو ایالتونو او نورو متحدینو سره به د یاد هیواد د همکاریو قابلیت هم ورسره زیات شي.

په اعلامیه کې ویل شوي:" پولنډ په پام کې لري چې له دغو دفاعي وسلو او خدماتو څخه د خپل وسله وال پوځ د مډرن کولو او د خپلې خاورې ددفاع او سیمه ایزو تهدیداتو د مخنیوي لپاره د قابلیتونو د پراخیدو په برخه کې کار واخلي."

د هیمارس Himars راکټي سیستم په اوکراین کې د روسیې د یرغل په وړاندې مهم رول لوبولی دی او کیف ته یې دا قدرت ورکړی د روسیې په ډیپو ګانو او نورو اهدافو دقیق بریدونه وکړي.

پر پولنډ د هیمارس راکټي سیستمونو د پلورلو اعلان په داسې حال کې کیږي چې پر اوکراین د روسېې له برید څخه کابو یو نیم کال کیږي او پولنډ له اوکراین سره اوږده پوله لري.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د وسلو احتمالي پلور منظور کړی او د امریکا د دفاعي امنیتي همکاریو ادارې د سه شنبې په ورځ فبروري اومه مسله کانګرس ته راجع کړه ځکه اوس د قانون جوړونکو تائید هم پکار دی.

د هیمارس لرې واټن ویشتونکي توغندي چې ګرځنده سیستمونه دي، کولای شي په یو وخت څو رهبري کیدونکي او دقیق هدف ویشتونکي میزایل په یو وخت وتوغوي او تر ۸۰ کیلومترو واټن په نښه کړي.

پولنډ د جنوري په میاشت کې اعلان وکړ چې خپل نظامي مصارف زیاتوي او د خپلو کورنیو سرانه عوایدو کابو څلور سلنه په دې برخه کې ور زیات کړي.د هغه هیواد صدراعظم وویل پر اوکراین کې د روسیې جګړې ته په کتو، اړتیا ده چې پولنډ ځان "ژر" په وسلو سمبال کړي.

په پولنډ سربیره نورو اروپايي هیوادونو هم د تیر کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، د خپلو پوځونو د دفاعي بودیجې د لوړیدو اعلان کړی دی.

پولنډ چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد هم دی، په وروستیو میاشتو کې د خپلو دفاعي قابلیتونو د لوړیدو لپاره د وسلو یو شمیر تړونونه لاسلیک کړي دي.

ددې خبر په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG