د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین سره تازه ۱.۱ میلیارد ډالره نظامي مرسته اعلان کړه


اوکراین سره د امریکا نظامي مرستې
اوکراین سره د امریکا نظامي مرستې

د امریکا متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې شپږمه) له اوکراین سره د ۱.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو تازه مرسته اعلان کړه.

ددغو نظامي مرستو هدف د اوکراین د وسله وال پوځ تقویت ښودل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، په دغو نظامي مرستو کې د هیمارس د مزایلو سیستم، مهمات، د ډرون ضد سیستم، رادارونه او زغره وال موټر شامل دي.

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت زیاته کړې، په داسې حال کې چې اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې جګړه کوي، د مرستو دا بسته "د اوکراین په پوځ کې د اوږدمهاله ځواک د رامنځ ته کیدو په هدف په حیاتي قابلیتونو کې د څو کلونو یوې پانګونې ښکارندویي کوي."

په دغې تازه نظامي مرستې سره، د روان میلادي کال د فبروري له ۲۴ نیټې رادیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی،کیف سره د متحدو ایالتونو د مرستې کچه ۱۶.۲ میلیاردو ډالرو ته ورسیده.

د فرانسې خبري اژانس زیاته کړې ده چې د امریکا په نوې نظامي مرسته کې د همارس ۱۸ راکټي سیستمونه هم شامل دي چې په دقیقه توګه هدف ویشتلی شي او اوکراین یې د جون میاشتې راپدیخوا د جګړې د لومړۍ کرښې شاته د روسیې د وسلو د ډیپوګانو او د هغوی د مراکزو په نښلو کولو کې په اغیزناکه توګه کاروي.

په دغو مرستو کې ۱۵۰ زغره وال موټر، د وسلو د انتقال لپاره ۱۵۰ اکمالاتي موتر، لارۍ ګانې او داسې سیستمونه هم شامل دي چې له اوکراین سره د روسیې د هغو ډرون الوتکو د دفاع په برخه کې مرسته کوي چې د ایران له خوا جوړې شوي او اوس په جګړه کې کارول کیږي.

د اوکراین پوځ د سې شنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د لومړي ځل لپاره ادعا وکړه چې د جګړې په ډګر کې له هغوو بې پیلوټه الوتکو سره مخامخ شوي چې په ایران کې جوړې شوې او د روسیې ځواکونه یې کاروي.

دا الوتکه داسې تنظیم شوي چې هدف ته له رسېدو سره سم انفجار کوي او بې پیلوټه ځانمرکي الوتکې هم بلل کېږي.

د متحده ایالاتو استخباراتو د جولای په میاشت کې خبرداری ورکړ چې تهران په پام کې لري چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې سره د مرستې لپاره مسکو ته په چاودیونکو توکیو سمبالې ډرون الوتکې واستوي.

ایران په پیل کې دا مسله رد کړې وه، خو د ایران د سپاه پاسداران قوماندان په دې وروستیو ورځو کې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د وسلو په مرستې ویاړ کړی دی.

ددې خبر په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG