د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش د اوکراین د اودیسه ښار پر بندر د میزایلو برید غندلی  


د اوکراین پوځ د شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ نیټه) وویل چې روسیې ددې هیواد د اودیسه ښار عمده بندر په میزایلو ویشتلی دی.

د اوکرایني‌چارواکو په وینا دا کار په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جمعې د ورځې د موافقې خلاف دی چې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاس لیک شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د شنبې په سهار جولای ۲۳ (زمري اول) د اوکراین په بندري ښار اودیسه باندې راکټي بریدونه وغندل.

دغه سرحدي ښار د اوکراین د غله جاتو د صادردیدو لپاره د روسیې او اوکراین د ترلاسه شوي قرار داد لپاره خورا مهم دی.

د ښاغلي ګوتیریش د ویاند مرستیال فرهان حق د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل:" د روسیې د فدراسیون، اوکراین او ترکیې له خوا د ترلاسه شوي‌ قرار داد پوره تطبیق ډیر مهم دی."

په اوکراین کې په داسې حال کې د نښتو د ډیریدو خبر ورکول کیږي چې متحدو ایالتونو له اوکراین سره د ۲۷۰ میلیونو ډالرو نوې امنیتي بستې اعلان وکړ چې پکې د HIMARS په نامه ګرځنده دقیق هدف ویشتونکي راکټي سیستمونه هم شامل دي.

بلخوا د بریټانیا دفاع وزارت د شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ) وویل په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په اوکړاین کې په داسې حال کې درندې نښتې شوي چې اوکرایني ځواکونو د هغه هیواد په خیرسون کې د روسي ځواکونو په وړاندې خپلو تهاجي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

یاد وزارت په یوې بیانیه کې چې په ټویټر خپره شوې څرګنده کړې، روسیه احتمالا هڅه کوي چې د توپونو په انداختونو سره د اوکرایني ځواکونو برید شنډ کړي.

اوکراین له روسیې سره د جګړې په هدف د جنګ په لومړیو کرښو کې حد اقل د هیمارس اته راکټي سیستمونه ځای پرځای کړي دي او څلور نور یا سیمې ته رسیدلي او یا هم د رسیدو په حال کې دي.

د امریکا په وروستیو نظامي مرستو سره به اوکراین ته د HIMARS د مرسته شویو راکټي سیستمونو شمیر ۱۶ ته لوړ شي.

اوکراین همدارنګه له هغو منځني واټن ویشتونکیو راکټي سیستمونو څخه هم په جګړه کې کار اخلي چې د جرمني او بریټانیا له خوا یاد هیواد ته ورکړل شوي دي.

د جګړو تر څنګ روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د یو قرار داد په لاسلیک کولو سره نړۍ ته د اوکراین د میلیونونو ټنه غله جاتو د لیږد زمینه مساعده کړه.

اوکراین چې په نړۍ کې د غله جاتو یو ستر صادرونکی هیواد دی، پر هغه هیواد د روسیې د برید له پیل څخه ندی توانیدلی چې نړۍ ته خپل محصولات صادر کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د جمعې په ورځ جولای ۲۲ د خپلې ورځنۍ وینا پرمهال وویل:"د تیر کال کابو ۲۰ میلیونه ټنه محصولات به صادر شي. همدارنګه ددې امکان به هم وي چې د سږ کال محصولات چې اخیستل شوي وپلورل شي."

زیلنسکي اټکل وکړ چې هیواد یې اوس مهال د کابو ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت غله جات لري.

XS
SM
MD
LG