د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د یوه انسان لاسونه بل ته په بریالتوب سره پیوند سول


د امریکا د متحده ایالاتو د مرین د ځواکونو یوه عسکر چې په افغانستان کې یې د ماین په یوې چاودنه کې دواړه لاسونه پرې سوي وو، په بریالیتوب سره یې جراحي عملیات سوي دي او د یوه بل انسان لاسونه ورته پیوند سوي دي.

خورد ضابط جان پیک په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې ټپي سو او د روان کال د اګست په میاشت کې د باسټن ښار د بریګم په ښارګوټي کې یې جراحي عملیات وکړل او د یوه ځوان لاسونه ورته پیوند سول.

یادسوي ځوان کس چې خپل لاسونه یې جان پیک ته ورکړي دي، د دماغي کوما په حالت کې و.

جان پیک داسې وویل: ،،زه د هغه ځوان کورنۍ ته چې ما ته یې لاسونه راکړل، د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوم. زه به حتی کوښښ لا ونکړم چې په دې پوه سم چې پرتاسو څه تیریږي ځکه پوهیږم چې حالت مو سخت دی خو زه به دومره درته ووایم چې ستاسو قرباني به بې ځایه ولاړه نسي. هره ورځ چې زه خپلو نویو لاسونو ته ګورم زه به قوت اخلم او هیڅکله به ماتې نه منم.،،

د جان پیک عملیاتو ۱۴ ساعته دوام وکړ او د ۶۰ جراحانو یوه ټیم دغه عملیات وکړل.

یو څه وخت به ونیسي مخکي له دې څخه چې ښاغلی پیک په دې وتوانیږي چې د خپلو نویو لاسونو څخه ګټه واخلي ځکه عصبي رشتې زیات وخت نیسي چې خپل ارتباطات ټینګ کړي.

ښايي یو کال ونیسي چې پیک خپل د نوي لاس ګوتې احساس کړي او په سمه توګه حرکت ورکړي.

د جانس هاپکینس د پوهنتون د معلومات له مخې چې په امریکا کې په طب کې ډیر مشهور پوهنتون دی، په نړۍ کې د هغو کسانو شمیر چې د جان پیک په څیر یې جراحي عملیات کړي دي، د ۱۰۰ کسانو څخه کم دي.

XS
SM
MD
LG