د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو، ارمنستان او اذربایجان تاریخي سرمشریزه


د متحدو ایالتونو ولسمشر ټرمپ د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې د تاریخي سرمشریزې کوربه دی.

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې نن جمعه به د ارمنستان او اذربایجان مشران په سپینې ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سولې تړون لاسلیک کړي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دا «تاریخي» درې اړخیزه سرمشریزه له هغه وروسته کېږي،چې د هغه حکومت د دواړو هېوادونو سره تعامل یې وکړ.

ولسمشر ټرمپ د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پشینیان «زړورو مشران» وبلل او ویې ستایل چې د خپلو خلکو لپاره ښه کار کوي.

متحده ایالتونه به هم له دغو دواړو هېوادونو سره دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کوي.

ارمنستان او اذربایجان له یوې لسیزې راهېسې د ناکورنو-قره باغ د لانجمنې سیمې په سر جګړه وکړه. دا سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان برخه پېژندل کېږي خو اکثریت نفوس یې ارمني توکمه دي.

د روان کال په سر کې دواړو هېوادونو د سولې د تړون مسوده نهايي کړه، چې متحدو ایالتونو یې دا اقدام وستایه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG