د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سمندري ځواکونو لومړنۍ سترجنراله


میشل هاورډ پرون سه شنبې د سمندري ځواکونو ترټولو لوړې پوځي رتبې، د سمندری قواو سترجنرالۍ ته ورسیده چې د سمندري عملیاتو د قوماندانۍ د معاونې په توگه به وظیفه ترسره کړي.

میشل هاورډ خپل د جنرالۍ څلورم ستوری د ارلگنټن ښار په ملي هدیرې کې په ېو لړ داسی مراسمو کې ترلاسه کړ چې د خپلی کورنۍ غړېو او همکارانو ېې هم پکې گډون کړی و.

میشل هاورډ په نونلس دوه اتیا کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پوځي اکاډمۍ نه فارغه شوې او لمړنۍ افریقایي الاصله امریکايي وه چې په سمندري ځواک چوکاټ کې د جنرالۍ دری ستوریزې رتبې ته رسیدلې وه.

نوموړې لومړنۍ میرمن وه چې د سمندري ځواک اړوند د یوې پوځي بیړۍ قومانداني وکړي.

نوموړې وویل چې د هغې دغه ترفیع کیدای شي هغو ښځو ته الهام شي چې په والوالو ځواکونو کې د دندې غوښتونکي وي.

هغې وویل " که تاسې باور نه لرئ، نن ماته د سمندري ستر جنرالۍ رتبه راکړل شوه، هغه څه چې (د سمندري ځواکونو ښځینه ستر جنراله) تر اوسه پورې نه وه. یو نوی قرارداد وشو او تاسې د امریکا د سمندري ځواکونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره (یوه څلور ستوري لرونکې ښځینه جنراله) وینئ."

میرمن هوارد دریمه میرمن ده چې د امریکا د متحده ایالتونو په اردو کې د ستر جنرالۍ رتبې ته رسیږي. تر اوسه یوه ستر جنراله میرمن په ځمکنیو ځواکونو کې او بلې یې په هوایي ځواکونو کې په خدمت بوختې وې.

هغه امریکایي میرمنې چې د امریکا په پوځ کې دنده تر سره کوي په وروستنیو کلونو کې یې له مخې زیات خنډونه چې د هغوی د پرمختګ مانع وو، لېرې شوي دي او اوس کولای شي چې لوړو پوځي څوکیو چې یو خت یې امکان کم و، ورسیږي او سیالي وکړي.

XS
SM
MD
LG