د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون افغانستان کې له پنځو پوځي اډو نه د سرتیرو ایستل تائید کړل


د امریکا دفاع وزارت تائید کړه چې د دوحې د سولې تړون په اساس یې په افغانستان کې له پنځو پوځي اډو څخه خپل پوځيان ایستلي دي.

پنټاګون د سې شنبې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ۲۴) ویلي چې د دې ترڅنګ د دوحې تړون له مخې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر هم ۸۶۰۰ ته راټيټ شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو پنځو پوځي اډو مسؤلیت افغان پوځیانو ته سپارل شوي دي.

خو پنټاګون په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې دغه پنځه پوځي اډې د افغانستان په کومو ولایتونو کې دي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه لاسلیک شوو چې د روانې جولای میاشتې پر۱۳مه یې ۱۳۵ ورځې پوره شوې.

تیره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دوحې تړون پر لاسلیک له ۱۳۵ ورځو تیرېدو څخه د امریکا متحده ایالاتو هڅه کړې چې په لومړنیو ژمنو ودریږي.

هغه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر کمېدل او له پنځو پوځي اډو څخه ایستل د امریکا متحده ایالاتو له ژمنو څخه بللي او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر هم کم شوی دی.

طالبانو هم په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې له پنځو پوځي اډو څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو هر کلی کړی، خو ویلي‌ دي چې دوی په تړون کې خپلې ژمنې عملي کړي دي‌ خو په ادعا یې د تړون بل اړخ ژمنې ماتې کړي‌دي.

طالبان وايي‌ چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان یې لا هم ازاد شوي نه دي او د هغوی په ادعا په جنګیالیو یې هوايي بریدونه او عملیات روان دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره د ولسمشر غني لیدنه.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبه ماسپښین په ارګ د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره وکتلي دي.

ارګ وايي دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغان سولې پروسې، امنیتي وضعیت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت د لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې جنرال مک کینزي ویلي: "د دې لپاره راغلی یم چې تاسو او د افغانستان خلکو ته ډاډ درکړم چې د افغانستان د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ او همکاري پرخپل ځای ده او موږ به ستاسو ترڅنګ واوسو، ترڅو افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل نه شي."

د ارګ د بیان له مخې ولسمشر غني یو ځل بیا په دغه کتنه کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمېدو ټينګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG