د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستانه د ۴زره امریکايي سرتیرو ایستلو ته د کابل غبرګون


د «سي ان ان» رپوټ وايي چې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمښت به د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د مشورې ورکونې او روزنې په بهیر باندې منفي اغېزې وکړي.
د «سي ان ان» رپوټ وايي چې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمښت به د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د مشورې ورکونې او روزنې په بهیر باندې منفي اغېزې وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست له دغه هیواد څخه د ۴زره نورو امریکايي سرتیرو ایستلو په اړه رپوټونو ته په غبرګون کې هیله ښيي چې د یادو سرتیرو کمېدل به د افغان سرتیرو د روزنې او سلامشورو پر بهیر هیڅ ډول اغېز ونه کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن شنبه جون۲۷(چنګاښ۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري چې په وینایې افغان سرتیرو ته د سلا مشورو او روزنې په برخه کې بسنه کوي.

هغه وویل چې د افغانستان او د امریکا متحده ایالات دوه اړخیزه اوږدمهاله اړیکې لري چې په وینا یې د سرتیرو په شمېر پورې نه دي تړلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوو امریکايي چارواکو «سي ان ان» خبري شبکې ته ویلي چې د دغه هېواد چارواکي له افغانستان څخه د څلور زرو امریکايي عسکر د وتلو په اړه وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوي دي.

سي ان ان پرون جمعه (جون۲۶/چنګاښ۶) له دغو چارواکو چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې دغه خبرې کړي دا یې هم ویلي چې د یاد شمېر سرتېرو په وتلو سره به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ تنو ته را کم شي.

دوی همدارنګه زیاته کړې چې د دغو سرتېرو په وتلو سره به له افغانستان نه د ټولو امریکايي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره کړي.

د «سي ان ان» رپوټ وايي چې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمښت به د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د مشورې ورکونې او روزنې په بهیر باندې منفي اغېزې وکړي.

رپوټ ویلي:"امریکايي ځواکونو افغانستان کې په تروریستي عملیاتو کې، داعش سره تړلو ډلو او د القاعده پاتې جنګیالیو باندې تمرکز لري."

د «سي ان ان» رپوټ پر بنسټ د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر که څه هم له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وروستۍ پرېکړه نه ده څرګنده شوې خو ده پر دغې موضوع د ناټو مشرتابه سره بحث کړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د امریکا متحده ایالاتو له دفاع وزیر سره په یوې خبري ناستې کې ویلي چې دغه بنسټ به په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره خپل شتون تنظیم کړي.

هغه وویل: "دغه کار به د ناټو د شریکانو او متحدینو سره په نژدې همغږۍ تر سره شي."

قطر کې د طالبانو او د امریکا د سولې تړون پر بنسټ چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شو، امریکا او د ناټو غړي ځواکونه باید د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي.

له دې سره د ناټو او امریکايي چارواکو په کراتو دا ټینګار کړی دی چې د دوی د ځواکونو وتل به امنیتي شرایطو ته په کتو تر سره شي.

د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG