د امریکا حکومت هغه کس د پټو معلوماتو د افشا کولو په تور نیولی دی چې د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې سره یې د کارپوه په توگه کار کاوه.
د امریکا د عدلیې وزارت وایي چې دغه کارپوه په ٢٠١٨ او ٢٠١٩ کال کې خبریالانو ته د یو بهرني ملک د وسلو د نظام په اړه سري معلومات ورکړي و.
دیرش کلن هنري کیل فریس چې خبریالانو ته کوم معلومات ورکړي، هغه په اتو مختلفو مقالو کې خپاره شویدي.
د امریکا فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی په محکمې کې وویل چې کیل فریس دوو خبریالانو ته دغه معلومات ورکړي و چې د یو سره یې د مینې اړیکې وې.
دغه خبرې مقالې د پنځو استخباراتي رپورټونو په اساس لیکل شوې وی.
ایف بي آی د دوو خبریالانو په اړه معلومات ندي شریک کړي خو وایي چې دواړه خبریالان د مختلفو ورځپاڼو سره کار کوي.