د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي وايي د اتومي وسلو جوړول حرام دي


د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي وايي چې د اتومي وسلو جوړول حرام او داسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

دا اول ځل دی چې د ایران دغه مذهبي مشر د اتومي وسلو د جوړولو پر ضد داسې ښکاره او بربنډې څرګندونې کوي. په داسې حال کې چې امریکا پر ایران تور لګوي چې د اتومي وسلو د جوړولو هلې ځلې کوي.

نوموړي ویلي دي چې هېواد یې هېڅکله هم د اتومي وسلو د جوړولو نیت نلري او ټوله هڅه یې دا ده چې اتومي ټکنالوژي ترلاسه کړي.

د ایران دولتي تلویزون د ښاغلي خامنه اي له خولې لیکلي دي: "د اتومي وسلو جوړول او ذخیره کول غلط کار دی او د اسلام له نظره حرام دی. موږ اتومي ټکنالوژي لرو خو ایران (د اتومي وسلو) له ترلاسه کولو ډډه کړې ده."

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکا له همدې کبله پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي. امریکایي چارواکي وايي چې دا بندیزونه اغیزناک وو او د ایران د تیلو ۹۵ فیصده صادراتو مخه یې نیولې ده.

XS
SM
MD
LG