د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوریې پوځي اډه په کروز توغندیو ویشتلې


دا توغندي په هغې پوځي اډې شویدي چې پنټاګان وایي د کیمیاوي وسلو برید ترې شوی
دا توغندي په هغې پوځي اډې شویدي چې پنټاګان وایي د کیمیاوي وسلو برید ترې شوی

د امریکا د دفاع وزارت وایي د سوریې هغه پوځي اډه یې په کروز توغندیو ویشتلې چې ګمان کیږي د ادلیب په ولایت کې په ملکي خلکو د کیمیاوي وسلو د برید لپاره به کارول شوې وي.‌

دا پوځي اډه د حمص په ښار کې ده چې د سوریې د پوځ تر څنګ د روسیې ځواکونه هم پکې دیره دي. د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د برید نه وروسته وویل چې د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد په" بې ګناه ملکي خلکو د کیمیاوي وسلو حمله وکړه او ما نن پوځ‌ ته اجازه ورکړله چې هغه اډه په نښه کړي چې ددې حملې لپاره ترې کار اخیستل شوی و.‌"

ټرمپ ویلي دي دا د امریکا د ملي امنیت لپاره ډیره مهمه ده چې د کیمیاوي وسلو د استعمال مخه ونیول شي.‌

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي امریکا غږ ته ویلي دي چې دا توغندي د امریکا د هغو جنګي کښتیو نه وار شویدي چې د مدیترانیې په بحیرې کې دیره دي.‌

د شعیرات په پوځي اډې کې د سوریې د پوځ تر څنګ د روسیې پوځ هم دیره دي خو امریکایي چارواکي وایي د برید نه وړاندې مسکو ته اطلاع ورکړل شوې وه. پنټاګان وایي د برید لپاره د روسیې نه اجازه نه وه اخیستل شوې او هم د پوځي اډې هغه برخه ویشتل شوې چې د روسیې پوځ پکې پروت دی.‌

د سوریې پر هوایي اډې باندې د امریکا د میزایل حملو په هکله غبرگونونه

روسیې او ایران ددې حملې په غندلو سره ویلي دي چې دا کار د ترهگرۍ ضد مبارزې هڅې پیچلې کوي.

روسیه چې د اسد د حکومت سره د هوایي او ځمکنیو قواو مرسته کوي د امریکا حمله یې غندلې او ویلي یې دي چې دا په "یو خپلواک هیواد باندې تیری دی" او زیاتوي چې دا کار د امریکا او روسیې ترمنځ د سوریې پر هوایي حریم باندې د پروازونو د امنیت غیر رسمي یاداشت له منځه وړي.

د ولادمیرپوتین ویاند ویلي دي چې دغه حمله به د امریکا او روسیې پر اړیکو سخت اثر وکړي او د ترهگرۍ پر ضد د نړیوال ایتلاف په رامنځ ته کیدو کې به خندونه رامنځ کړي.

د جمهور رئیس بشارالاسسد دفتر دا حمله سخته غندلې او هغه یې یو " بی باکه سلوک او غیرمسوولانه" گڼلې ده. د سوریې پوځ د امریکا د میزایلو دغه حمله د ترهگرۍ پر وړدانې د سوریې د جگړې کمزوري کول گڼلي دي.

ایران چې د سوریې د رژیم بل ټینگ ملاتړی دی دغه حمله یې سخته غندلې ده.

سعودي عربستان،ترکیې، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او اسرائیل د امریکا ددغه حملې ملاتړ کړی دی او هغه یې د سوریې د خلکو پر وړاندې د اسد د رژیم د کیمیاوي گاز د حملې غبرگون گڼلی دی.

له بلې خوا د امریکا د مشرانو په جرګې کې د وسله والو خدماتو د کمیټې مشهورو سناتورانو جان مکین او لنډزې ګراهم په اعلامیو کې د امریکا د پوځ "مسلکي توب او مهارت " ستایلی او ویلي یې دې چې دې برید ثابته کړه چې متحده ایالات پداسې حال کې" لاس تر زنې نشي کښیناستلی چې اسد بې ګنا خلک وژنی او د روسیې پوټین یې ملاتړ کوي.‌"

سره لدې چې سل ګونه امریکایي ځواکونه په سوریه کې دي او د اسلامي دولت پر ضد جګړې کې د سیمه ایزو ملیشو سره همکاري کوي خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا پوځ د سوریې په پوځ مستقیم برید کوي.‌

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د برید نه وروسته وویل چې "برید کوچنی نه و" او زیاته یې کړه چې دا د اسد په رژیم د امریکا لومړنی برید دی.‌

د برید د زیان په هکله تر دې دمه ډیر څه ندي ویل شوي چې د امریکا د دفاع وزارت وایي د لومړنیو معلوماتو نه داسې معلومیږي چې په برید کې د سوریې د پوځ‌ الوتکه، نظامي تجهیزاتو او د اډې زیربناوو ته زیان اوښتی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.‌

XS
SM
MD
LG