د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ملګرو ملتونو هغه راپور تائید کړ چې د القاعده نوی مشر په ایران کې دی


د القاعده نوی مشر سیف العدل
د القاعده نوی مشر سیف العدل

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د ملګرو ملتونو هغه راپور او ارزونه تائیدوي‌ چې وايي د القاعده نوی مشر سیف العدل په ایران کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبریالانو ته وویل تر کومه ځایه چې په ایران کې د سیف العدل « د موجودیت خبره ده، د القاعده ډلې مشر ته خوندي ځای ورکول له ترهګرۍ سره د ایران د پراخو همکاریو او په منځني ختیځ او ور اخوا سیمو کې یې د ورانکارو فعالیتونو یوه بله بېلګه» ده.

ملګرو ملتونو د خپلو غړو هېوادونو د استخباراتي معلوماتو په اساس په خپل راپور کې ویلي چې د القاعده ډلې د مخکني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته سیف العدل ته د دغې ډلې مشري سپارل شوې ده.

امریکا ویلي چې د ۲۰۲۲ د جولاۍ په میاشت کې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې مخکنی مشر ایمن الظواهري وواژه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت په خپل ټویټر کې د دغه سازمان دا ارزونه او راپور رد کړی چې ګنې دوی سیف العدل ته خوندي ځای ورکړی دی.

هغه لیکلي دي: «د یادونې ده چې د القاعده د تش په نامه نوي ټاکل شوي مشر ادرس ناسم دی. دا ناسم معلومات د ترهګرۍ سره مبارزه زیانمنولای شي.»

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې د هغو معلوماتو په بدل کې ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې چې د سیف العدل نیولو او یا وژلو ته لار پرانیزي.

تر دې مخکې هم ځینې راپورونه وو چې ایران په خپله خاوره کې د القاعده ډلې غړي‌ او د هغوی کورنۍ ساتلي او پناه ځایونه یې ورکړي دي.

په ایران باندې همدغه راز تور دی چې په افغانستان او منځني ختیځ کې له اورپکو ډلو سره مرستې کوي او سیمه نا ارامه کوي، خو ایراني مقاماتو دا تورونه رد کړي دي.

ایران د افغانستان ګاونډی دی، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له امریکا سره په قطر کې یو تړون لاسلیک کړ او په هغه کې یې ژمنه کړې ده چې اورپکو ډلې به په افغانستان کې نه پرېږدي او د دغه هېواد خاوره به د نورو په خلاف نه استعمالېږي.

خو امریکايي‌ مقامات وايي چې طالبانو خپله ژمنه نه ده عملې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وباند ند پرایس همدغه راز وویل که طالبان په افغانستان کې د القاعده په ضد اقدام ونکړي، دوی به په خپله لاس په کار شي.

هغه وویل: «طالبانو په خصوصي او علني ډول ژمنه کړې اجازه به ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د هغو کسانو لپاره د خوندي پټنځای په توګه کار واخیستل شي چې د متحدو ایالتونو په وړاندې به توطیه کوي.»

د راپورونو په اساس، القاعده په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ غړي لري او په دې خاطر چې طالبان د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو ته ضرورت لري، نو د هغوی فعالیتونه ډېر نه رادبره کېږي.

څه موده مخکې ځینې راپورونه وو چې د القاعده ډلې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان ته ازاد تګ راتګ او هلته فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG