د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بنګله دیش د پوځ پخوانی لوی درستیز په تور لیست کې شامل کړ


د متحده ایالاتو حکومت دوشنبه مې ۲۰ ( غوایي ۳۱) د بنګله د پوځ پخواني لوی درستیز، متقاعد جنرال عزیز احمد او د هغه د کورنۍ غړيو نومونه د رشوت خورۍ او د خپلې کورنۍ په ګټې په نا مناسبه توګه د نظامي قراردادونو ورکولو له کبله په تور لیست کې شامل کړل.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په تور لیست کې تر شاملیدو وروسته به دا جنرال او د کورنۍ غړي یې متحده ایالاتو ته د راتګ لپاره د ویزې اخیستو څخه محروم شي.

د وزارت ویاند ماتیو میلر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دې متقاعد جنرال کړنو له کبله د بنګله دیش دیموکراتیکې ادارې او په دولتي ادارو د ولس باور زیانمن کړی و.

د الجزیرې تلویزیون په ۲۰۲۱ کال کې ددې پخواني جنرال کړنو په هکله په یو مستند فلم کې ادعا کړې وه چې هغه د خپل موقف څخه په ناوړه توګه ګټه اخیستې وه او ځان ته یې د عیش او عشرت ژوند برابر کړی و او همدارنګه یې د خپلو دوو وروڼو سره د بنګله دیش څخه وتلو کې مرسته کړې وه چې د قانون تطبیق ادارو څخه بچ شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جنرال عزیز احمد وروڼو په بنګله دیش کې جنایي کړنې کړې وې او ده ورسره له هیواد څخه د باندې وتلو کې مرسته کړې وه چې د حساب کتاب څخه بچ شي.

د وزارت په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې جنرال احمد د خپل ورور سره په ګډه په نا مناسبه توګه نظامي قراردادونه ورکړي و او د خپل شخصي ژوند ښه کیدو او بډې اخیستو په بدل کې یې حکومتي څوکۍ خلکو ته ورکړې وې.

دا جنرال په ۲۰۲۱ کال کې متقاعد شو او د اوسنۍ صدراعظمې شیخ حسینه نږدې متحد دی. میرمن حسینه په همدې روان میلادي کال کې د پنځم ځل لپاره د بنګله دیش صدراعظمه وټاکل شوه.

په انتخاباتو کې مهمو سیاسي مخالفینو برخه نه وه اخیستې.

سره لدې چې متحده ایالات د بنګله دیش سره د اسلامي سخت دریځۍ په ګډون یو شمیر موضوعاتو کې د ملګرتیا اړیکې لري خو پدې هیواد کې د ځینو غیر دیموکراتیکو کړنو له کبله یې په بنګله دیش انتقادونه کړي او تر دې وړاندې یې هم د دې هیواد په ځینو اتباعو په انتخاباتو کې د لاس وهنو له کبله د ویزو ورکولو بندیزونه لګولي.

د بنګله دیش صدراعظمې شیخ حسینې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په اوومه نیټه عمومي انتخابات وګټل او د څلورمې دورې لپاره د هیواد صدراعظمه شوه.

پدې انتخاباتو کې د میرمن حسینې اصلي سیاسي مخالف ګوند برخه نه وه اخیستې ځکه هغوي ویلي و چې د اوسنۍ صدراعظمې تر واک لاندې به انتخابات راڼه او عادلانه نه وي.

په لومړي سر کې داسې راپورونه خپاره شوي و چې پدې انتخاباتو کې د بنګله ویش ۴۰ په سلو کې وګړو چې د رایې ورکولو لپاره په شرایطو برابر و، برخه اخیستې وه.

د انتخاباتو څخه وړاندې حکومت د سیاسي مخالف ګوند، بنګله دیش ملت پال ګوند ډیرې غړي او پلویان نیولي او بندیان کړي و.

دې او نورو ګوندونو په انتخاباتو کې نه برخې اخیستو پریکړه کړې وه او دا عمومي انتخابات یې "تش په نامه" بللي دي.

یو شمیر خلکو بیا لدې کبله په انتخاباتو کې برخه نده اخیستې چې مهمو سیاسي مخالفو ګوندونو د مقاطعې اعلان کړی و. دوي وایي د انتخاباتو نتیجه څرګنده ده او همدا یې د نه برخې اخیستو دلیل دی.

د انتخاباتو مسؤلینو ویلي چې د رایې ورکولو بهیر تر ډیره حده سوله ایز و او نږدې ۸۰۰ زره پولیس افسران او سرتیري د دې انتخاباتو امنیت ساتلو لپاره په ټول هیواد کې ګمارل شوي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG