د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي روسیه په مالي کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو مسئوله ده

په داسې حال کې چې ترهګرو ډلو په مالي کې نورې سیمې نیولې، متحده ایالتونه وايي چې روسیه په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت خرابوي او مسکو د مالي لپاره «اغیزناک ملګری نه» دی.

یو امریکایي چارواکي امریکا غږ سره په تماس کې هیله وښوده چې د ساحل دولتونو ایتلاف (مالي، بورکینا فاسو او نایجر) د ترهګرو په وړاندې مبارزې کې بریالی شي.

دغه چارواکي وویل چې په مالي کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي مسولیت د روسیې په غاړه دی، ځکه چې د «افریقا قول اردو» په نوم په مالي او دغو دوو نورو هېوادونو کې نیمه پوځي ځواک، چې مخکې د «واګنر ګروپ» په نوم پېژندل کېده، ساتي.

د امریکا حکومت دغه مقام په یو استول شوي ایمیل کې لیکلي: «روسیې ثابته کړه چې په مالي کې یو غیر اغیزناک شریکه ده. هیله ده چې د افریقا نور هېوادونه د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د روسیې دا خطرناک عمل یاداشت کړي.»

په مالي کې د القاعده سره تړلې ډله «جماعت نصرالاسلام والمسلمین» او نور بیلتون غوښتونکي فعال دي او منظم بریدونه کوي او بریدونه یې زیات شوي. اورپکو په مالي کې کړکیچ جوړ کړی او تر خپل کنترول لاندې سیمو د پراخولو خبرداری یې هم ورکړی او په خپلو بریدونو کې یې د مالي لسګونه سرتېري یې وژلي او د روسیې د «افریقا قول اردو» یې هم په نښه کړې ده.

په دغو ډلو سربېره، د ساحل په سیمې کې «اسلامي مغرب» بوکو حرام، د لویدیځي افریقا ولایت اسلامي دولت، لویې صحرا کې اسلامي دولت او دا ډول نورې ترهګرې ډلې هم فعالیت کوي.

جماعت نصرالاسلام والمسلمین او داعش په نړۍ کې په ۲۰۲۵ کال کې په څلورو تر ټولو خونړیو ترهګرو سازمانونو کې وشمېرل شول، دوې نورې بیا تحریک طالبان پاکستان او په سومالیا کې د الشباب ډلې دي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې د نړیوال تروریزم د شاخص په اساس، چې هر کال د اقتصاد او سولې د انستیتوت له لورې خپرېږي، دغه ډلې په ګډه د ۳۸۶۹ کسانو د وژلو مسئولیت په غاړه لري، چې د ترهګرۍ د ټولو تلفاتو ۷۰ سلنه کېږي. د دغه انستیتیوت مرکز د استرالیا په سډني کې دی او په نیویارک، بروکسل، هاګ، مکسیکو ښار او نایروبي هم څانګې لري.

متحده ایالتونه د ساحل دولتونو ایتلاف او د لویدیځ افریقا حکومتونه هڅوي، چې د نورو اهدافو ترڅنګ، له افراطي ډلو سره مبارزه وکړي او «د ترهګرۍ په وړاندې د خپلې جګړې د تقویې لپاره د متحدو ایالتونو تجهیزات او خدمات وپیري.»

دغه امریکايي مقام وویل: «په ساحل کې ترهګري د څو ملتونو ستونزه ده. موږ د سیمې په ایتلافیانو او ناټو باندې غږ کوو چې د جماعت نصرالاسلام والمسلمین او داعش په ضد جګړې کې د ساحل دولتونو له ایتلاف سره مرسته وکړي.»

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG