د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا روسیې ته: بندي شوي مظاهره کوونکي خوشې کړئ 


وروسته له هغې چې په روسیه کې د زرګونو کسانو د نیولو رپوټونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو د مسکو دغه اقدام په سختو الفاظو وغنده.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس، نن د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۵) وویل چې د اعتراض کوونکو او خبریالانو په وړاندې له تشدد ډکو لارو چارو کارول او د سوله ییزو غونډو او د بیان د ازادۍ د حق مخه نیول پر مدني ټولنې او بنسټیزو ازادیو باندې د مسکو لخوا د لا زیانو محدودیتونو د لګولو ښکارندوي کوي.

د اعتراض کوونکو د نیولو د څار د یوې حپلواکې ډلې د رپوټ له مخې د روسیې امنیتي ځواکونو د نن یکشنبې تر سهاره د الکسي ناوالني د ماندینې په ګډون شاوخوا ۳۲زره کسان نیولي دي. د نیول شویو کسانو په منځ کې په لسګونو خبریالان هم شامل دي.

د امریکا متحده ایالاتو د روسیې له مقاماتو غوښتي چې تر څو نیول شوي کسان چې د خپلو اساسي حقونو نه یې ګټه اخیستې، پرته له قید او شرطه خوشې کړي.

په ټوله روسیه کې اعتراض کوونکي لارو کوڅو او سړکونو ته وتلي او د روسیې د حکومت د مخالف سیاستوال الکسي ناوالني خوشې کیدل غواړي.

په ځینو ځایونو کې د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتو خبر هم ورکړل شوی دی.

د روسیې دولتي رسنۍ د ۳۹پولیسو د سرسري ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

یو شمیر اعتراض کوونکو ویلي دي چې د ولایمیر پوتین نه ستړي شوي او غواړي هیواد یې تغیر وکړي.

د روسیې د حکومت او ولادیمیر پوتین ستر مخالف ښاغلی ناوالني د جنورۍ په ۱۷کله چې له جرمني څخه مسکو ته ستون شو ونیول شو.

هغه په روسیه کې له مسموم کیدو څخه وروسته د پنځو میاشتو لپاره په جرمني کې تر درملنې لاندې و.

ښاغلی ناوالني وایي چې د هغه د مسموم کیدو مسول کرملین دی.

د امریکا د متحده یالاتو د بهرنیو چارو وزارت همداشان له روسیې غوښتي چې د ښاغلي ناوالني د مسمومیت په هکله په پلټنو کې د نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي او دننه په خپل هیواد کې د کیمیایي وسلې نه د استفاده کولو په هکله هم توضیحات ورکړي.

د کیمیایي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان تائید کړې چې ښاغلي ناوالني ته د اعصابو د ګډوډولو لپاره د نویچوک (Novichok) په نامه فوق العاده زهري مواد ورکړل شوي دي.

ددې سازمان غړو په ۲۰۱۹کې ددغې زهري مادې څخه د استفادې په منع کولو توافق کړی دی.

XS
SM
MD
LG