د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د امریکايي سرتیرو وژلو لپاره د روسیې لخوا د پېسو ورکولو ادعا څېړي 


افغانستان کې امریکايي سرتېرو د خپلو وژل شویو سرتېرو په درناوي ولاړ دي
افغانستان کې امریکايي سرتېرو د خپلو وژل شویو سرتېرو په درناوي ولاړ دي

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن استخباراتي ارګانونه وګماري چې هغه ادعاوې وڅېړې چې ګنې روسیې د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې طالبانونه ته انعام او پېسې ورکړي‌دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې امریکا به له روسیې سره د « غیرمسولانه او خصومتي» چلند له کبله حساب او کتاب وکړي.

هغې وویل چې ښاغلی بایډن به د ځینو نورو مسایلو د ارزولو تر څنګ طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې د روسیې له لورې د پېسو ورکولو د ادعاو د څېړلو لارښوونه هم وکړي.

نیویارک ټایمز څو میاشتې مخکې په یو راپور کې ویلي وو چې د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادارو موندلې چې د روسیې یوې څانګې د طالبانو اړوندو ترهګرو ته پېسې او جایزې ورکولې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف سرتېري ووژني.

په راپور کې راغلي وو چې د امریکا استخبارات په دې باور دي‌ چې د روسیې د استخباراتو اړوندې د ۲۹۱۵۵څانګې طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره پېسې ورکړي‌دي.

روسیې ویلي وو چې په دې اړه خبر نه دي‌ او طالبانو هم د یوې اعلامیې له لارې دا ادعا رد کړې وه.

په تېر وخت کې د افغان پوځ ځینو مشرانو د روسي وسلو، نښه وېشتونکو ټوپکو او نورو وسایلو تصویرونه خپاره کړي وو او ادعا یې کړې وه چې روسیې طالبانو ته ورکړي ‌دي.

مخکني ولسمشر دونالډ ترمپ ویلي وو که دا ثابته شي چې نورو هېوادونه په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره پېسې ورکړي، غچ به ترې واخیستل شي.

همداراز ولسمشر ټرمپ همدې موضوع په اړه د نیویارک ټایمز راپور «جعلي» ګڼلی و.

نیویارک ټایمز وايي په دې اړه څو نظرونه شته چې ولې روسیه په افغانستان کې د طالبانو ننګه کوي.

یو نظر دا دی چې روسیه غواړي امریکا په افغانستان کې ماتې وخوري. دویم نظر دا دی چې روسیه له امریکا څخه د سوریې غچ په افغانستان کې اخلي. وايي امریکا په سوریه کې د روسیيې جنګیالي وژلي دي. هلته مسکو د بشارالاسد د حکومت ننګه کوي او امریکا د داعش خلاف جنګیالیو تر څنګ ولاړه وه.

دا په داسې حال کې دي چې امریکا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستلو پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه د فبرورۍ په ۲۹نېټه په قطر کې له طالبانو سره په تړون کې شوې ده.

تړون کې راغلي چې که ټول شرایط عملي شي شاید په ۱۸میاشتو کې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي.

XS
SM
MD
LG