د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو کاناډا کې مظاهره چیان ونیول او مصروف سرحدي پول یې بېرته پرانیست


پولیسو مظاهره چیان ونیول او او د امریکا و کاناډا تر منځ د تګ راتګ پول یې پرانیست.

په کاناډا کې پولیسو هغه مظاهره چیان ونیول چې د امریکا او کاناډا تر منځ تر ټولو په مصروف پول کې راټول شوي و او دواړو خواوو ته یې د موټر تګ راتګ ته اجازه نه ورکوله.

پولیسو د مظاهره چیانو موټر هم کش کړي او د سیمې څخه یې ایستلي دي.

سره لدې چې د مظاهره چیانو د لیرې کولو لپاره اقدامات د شنبې په ورځ پیل شوي و خو یو شمیر مظاهره چیان یکشنبه فبروري ۱۳ (سلواغې۲۴) لا هم د پله شاوخوا کې راټول شوي و او پولیس یې د لیرې کولو لپاره وګمارل شول.

پولیسو چې په وسلو او وسایلو ښه سمبال و او د مرمۍ ضد موټر یې هم ملاتړ کاوه د (Ambassador Bridge) د شاوخوا څخه یې مظاهره ټول او د هغوي موټر یې هم کش کړل.

پولیسو د مظاره چیانو لاسونو ته زولنې اچولې وې. پولیسو په ټویټر کې ویلي چې د "غیرې قانوني کړنو لپاره هیڅ زغم نشته".

دا پول د امریکا د مشیګن ایالت د کاناډا د آنټوریو ولایت سره نښلوي او د موټرو د تګ راتګ له پلوه تر ټولو مصروف پول دی.

سره لدې چې د دې پله په شاوخوا کې مظاهره پای ته رسیدلې خو په پایتخت اوټاوا کې مظاهره چې مشري یې د لاریو چلوونکي کوي لا هم روانه ده. د موټرو دا چلوونکي د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د حکومت لخوا په لګول شویو قیوادانو او قوانینو خوښ ندي.

XS
SM
MD
LG