د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، امریکاغږ ته ویلي چې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د السیلیه په کمپ کې فعالیتونه، چې د متحدو ایالتونو په ګډون نورو هېوادونو ته د افغانانو د بیا مېشتولو لپاره کارول کیږي، د روان مالي کال تر پایه (د سپټمبر ۳۱) پورې به پای ته ورسیږي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د امریکاغږ د افغانستان څانګې پوښتنې ته په ځواب کې په یوه برېښنالیک کې ویلي هغه افغانان چې لا هم په دې کمپ کې دي، د روان کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ پورې به په درېیم هېواد کې ځای پرځای شي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند دا نه ده روښانه کړې چې دا افغانان به چېرته انتقال شي، خو ویلي یې دي: "د ټرمپ حکومت اراده نه لري چې دا کسان بېرته افغانستان ته واستوي."
دغه ویاند د السیلیه کمپ ته په اشارې سره ویلي چې "دا [کمپ] د بایډن حکومت هغه میراث دی چې هڅه یې کوله هرڅومره چې امکان ولري افغانان امریکا ته انتقال کړي – چې دا کار په ډېرو مواردو کې د هغوی د سوابقو له کره کتنې پرته" کېده.
د متحدو ایالتونو د کانګرس یو شمېر ډموکراتو غړو د ټرمپ د حکومت په دې اقدام نیوکه کړې او د السیلیه کمپ د فعالیت د بیا پیلولو او د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو د طی مراحل د بیا پیلولو غوښتنه یې کړې ده چې د مهاجرت د ځانګړې ویزې مستحق دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "دلته د خلکو نامحدود ساتل مناسب یا بشري نه دي. درېیم هیواد ته د السیلیه کمپ د خلکو لېږل، یوه مثبته پریکړه ده چې د امریکا د خلکو خوندیتوب ترڅنګ، د افغانستان څخه بهر د دغو پاتې کسانو د نوي ژوند پیل مصوون کوي."
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر، جو بایدن، د حکومت له لوري د السیلیه کمپ متحدو ایالتونو ته د افغانان د انتقال لپاره کارول کیده.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، په لسګونه زره افغانان له افغانستان څخه ووتل، په دوی کې د پخواني افغان حکومت چارواکي، د امریکايي پوځيانو همکاران او ژباړونکي، د بشري حقونو فعالان او یوشمېر نور شامل دي، چې "ملګرو ته ښه راغلاست" پروګرام له لارې متحدو ایالتونو ته راوستل شوي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت چارواکو تل متحدو ایالتونو ته د افغانانو د راوستلو په برخې کې د جو بایډن د حکومت کړنې غندلي او ناقص بللي او ویلي یې دي چې د "ملګرو ته ښه راغلاست" پروګرام په چوکاټ کې زیاتره شامل افغانان، د هغوی د سوابقو د بشپړې او دقیقې پلټنې پرته راوستل شوي دي. خو د جو بایډن حکومت له افغانستان د انتقال ماموریت یو "بریالی او تاریخي" عملیات بللی و.
فورم \ دبحث خونه