د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د طالبانو پخوانی قومندان په ترهګرۍ تورن کړ


امریکایي څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۷ (تلې ۱۵) د طالبانو پخوانی قومندان حاجي نجیب الله په ۲۰۰۸ کال کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په تور له ترهګرۍ سره په مرتبطو کړنو تورن کړ.

حاجي‌ نجیب چې ۴۵ کاله عمر لري او اوس امریکا په قید کې دی، د یوه امریکایي خبریال او دوو افغان ملکي وګړو په برمته کولو تورن دی.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي دي چې د نجیب الله تر مشرۍ لاندې طالبانو د ۲۰۰۸ کال په جون میاشت کې په میدان وردګو ولایت کې د امریکايي عسکرو پر نظامي کاروان په برید کې درې امریکایي عسکر او یو افغان ژباړونکی وژلي دي.

د نیویارک د جنوبي ناحیې فدرال څارنوالانو ویلي دي چې په دې برید کې په لاس د جوړو شویو بمونو، د اوږې د سر د راکټونو او ماشین ګڼو څخه کار اخیستل شوی دی.

څارنوال اوډري ستراوس په یوې بیانیه کې ویلي:" تورن کس، حاجي نجیب الله په افغانستان کې د جګړې په یوې ډیره خطرناکه دوره کې د طالب اورپکو د یوې داسې شورشي ډلي مشري کوله چې د افغانستان په یوې برخه کې یې وحشت رامنځ ته کړی وو او پر امریکایي ځواکونو یې برید وکړ."

نوموړی د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر میاشت کې په اوکراین کې ونیول شو او بیا امریکا ته وسپارل شو.

څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې هغوی د حاجي نجیب په تورونو کې د قتل موارد هم اضافه کړي دي.

د طالبانو پخوانی قومندان حاجي نجیب الله همدارنګه د یوه امریکایي خبریال او دوو افغانانو په برمته کولو او د اوو میاشتو لپاره د هغوی په ساتلو تورن دی.

د امریکا د عدلیې وزارت د برمته شویو کسانو نومونه ندي خپاره کړي خو د نیویارک ټایمز خبریال ډیویډ روډ د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې په افغانستان کې پرمته شوی وو.

نیویارک ټایمز یاد خبریال ته د خطر د نه رسیدو په هدف دا پيښه پټه ساتلې وه خو ویلي دي ‌چې نوموړي وکړای شول په ۲۰۰۹ کال کې وتښتي.

له دیارلسو څخه لس تورونه چې حاجي نجیب الله ورسره مخ دی کولی شي هغه په حد اکثر عمري بند محکوم کړي.

امریکایي ځواکونه د۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستان څخه ووتل او په هغه هیواد کې یې خپله ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خو طالبانو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم بیرته واک ته ورسیدل.

XS
SM
MD
LG