د لاس رسي وړ اتصالات

د سپتمبر د ترهګریزو بریدونو د طراح محاکمه بیا پیل شوه


په متحده ایالاتو باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو د اصلي طراح خالد شیخ محمد محاکمه نن د سه شنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۱۶) د څلورو نورو تورنو کسانو سره یو ځای یو ځل بیا له سره پیل شوه.

ددغو پنځو تورنو کسانو محاکمه د سپتمبر د ۱۱ بریدونو د شلمې کلیزې څخه دوه ورځې دمخه پداسې حال کې کیږي چې د عدالت د تامین لپاره یې هیلې پیدا شوي دي.

خالد شیخ محمد چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په پاکستان کې ونیول شو درې کاله د امریکا د استخباراتي ادارې سره بندي و او د ۱۵ کالو راهیسې د خپلو ملګرو سره د گوانتانامو په زندان کې دی.

د سپتمبر د ۱۱ بریدونو ددغه اصلي تورن د محاکمې بهیر د کروناویروس د وبا د خپریدو په وجه ۱۷ میاشتې ځنډیدلی و.

مدافع وکیلان وایي چې ددغو پنځو تورنو کسانو خالد شیخ محمد، عمار البلوچي، ولید بن عطاش، رمزي بن الشبیه او مصطفی احمد الحوساوي فزیکي حالت کمزوری دی.

د مدافع وکیلانو په وینا ټول تورن کسان د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ د امریکا د استخباراتو د ادارې په پټ زندان کې د دوامداره شکنجو د اغیزو له کبله لا هم رنځیږي.

سربیره پر دې مدافع وکیلانو ویلي چې ۱۵ کاله پرله پسې زندان چې د سختو شرایطو او انزوا سره مل و، د تورنو کسانو روحي او رواني وضعیت متاثر کړی دی.

ټاکل شوې چې هر تورن کس د سختو امنیتي شرایطو لاندې د ځانګړو مدافع وکیلانو له ټیمونو سره په ګوانتنامو کې په پوځي محکمه کې حاضر شي.

د محکمې په خونه کې به د قربانیانو د کورنیو یو شمیر غړي او خبریالان هم شتون ولري.

که ددغو کسانو جرمونه ثابت شي هغوی به د قتل او ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو په خاطر په اعدام محکوم شي.

د شکنجې د تورونو ردول

د امریکا د استخباراتي ادارې مقاماتو د تورونو کسانو د شکنجه کیدو تورونه رد کړي دي.

مدافع وکیلان همدا شان د لسګونو شاهدانو سره د مرکو غوښتونکي دي. تر اوسه د دوو نارینو په کډون چې د امریکا د استخباراتو ادارې پروګرامونه یې څارلي ۱۲ کسان په محکمه کې د شاهدۍ لپاره حاضر شوي.

د خالد شیخ محمد مشروطه شاهدي

خالد شیخ محمد چې د سپتمبر د ۱۱ بریدونو اصلي طرحه کوونکی ګڼل کیږي شاوخوا دوه کاله مخکې ویلي وو که امریکا هغه ته د اعدام سزا د ورکولو هڅه ونه کړي حاضر دی چې د سپتمبر د ۱۱ بریدونو د قربانیانو د کورنیو د شکایت په دوسیه کې د سعودي عربستان په ضد شهادت ورکړي.

د امریکا د وال سټریټ ژورنال ورځپانې د رپوټ له مخې د قربانیانو د کورنیو مدافع وکیلانو چې د سعودي عربستان پر ضد یې شکایت کړی په ګوانتنامو کې د پنځه بندیانو څخه د دریو تنو شاهدي غوښتې ده.

د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو په ترڅ کې چې په نیویارک کې د سوداګرۍ په نړیوال مرکز او پنتاګون باندې وشول، دامریکايي چارواکو په خبره ۲۹۷۶ کسان ووژل شول.

ددې دوسیې د ۱۹ اصلي تورنو کسانو له جملې ۱۵ تنه یې د سعودي عربستان اتباع دي. خو د سعودي عربستان شاهي دولت پدغو بریدونو کې هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG