د لاس رسي وړ اتصالات

د مصنوعي مخدراتو د قاچاقو مخنیوی؛ امریکا په چینایي شرکت بندیز ولګوه


د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د کیمیایي محصولاتو په یوه چیني شرکت، ګوانګژو ټنګیو، او په اړوندو دوو استازو هانګ ژیاهون او هانګ ژنپنګ باندې بندیزونه ولګول.

د دې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ګوانګژو تنګیو شرکت مصنوعي مخدره توکي او اړونده کیمیایي مواد تولیدوي او متحدو ایالتونو ته یې لیږي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې واشنګټن به د فنټانیل د ناورین په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د مالیې وزارت د اعلامیې په اساس، ګوانګژو تنګیو نه یواځې مصنوعي مخدره توکي تولیدوي او صادروي بلکې خطرناک مسکن کیمیاوي هم پلوري چې معمولا د مخدره توکو په توګه کارول کیږي. د دې وزارت په وینا، دا کار د عامې روغتیا لپاره خطرونه زیاتوي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي ای) هم د دې شرکت او د هغه د استازو په وړاندې تورونه لګولي او هغوی یې متحدو ایالتونو ته د څو کیلوګرامه فنټانیل، مټ افتامېن او کوکائین د قاچاق کولو په دسیسې تورن کړي دي.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د مالیې وزارت مرستیال، جان کې هورلي، وویل: "غیرقانوني مخدره توکي چې له چین څخه راځي، د امریکایانو ژوند، کورنۍ او ټولنې له منځه وړي."

د جان هورلي په وینا: "د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، د دې وبا د درولو لپاره، د بندیزونو او زموږ د قانون د تنفیذ ادارو له لوري د عدلي تعقیب په ګډون، له ټولو موجودو وسایلو څخه به کار واخلو."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې، ټامي پیګاټ، وویل: "چین په دې ناورین کې مرکزي رول لوبوي، نه یواځې د ډېرو غیرقانوني مخدره توکو د سرچینې په له منځه وړلو کې چې په متحدو ایالتونو کې ویشل کیږي، پاتې راغلی، بلکې زموږ د وګړو د مسمومولو سوداګرۍ په ساتلو او پراخولو کې هم نقش لوبوي. د مالیې وزارت نننۍ کړنه د امریکا د خوندي کولو لپاره د ټرمپ د حکومت ژمنتیا په ډاګه کوي چې د قانوني او ډیپلوماتیکو وسیلو څخه په کار اخیستو، د مصنوعي مخدره توکو وژونکي ناورین پای ته ورسوي او ډاډ ترلاسه کړي چې د ګوانګژو تنګیو او د هغې د استازو په څیر شرکتونو سره حساب او کتاب وشي."

د بندیزونو په اساس، د ګوانګژو تنګیو او د هغې د استازو له شتمنیو څخه ترلاسه شوي ټولې ګټې چې په متحدو ایالتونو کې یا د متحدو ایالتونو د اتباعو تر کنټرول لاندې دي، کنګل شوي او امریکایي اتباع د دوی سره د سوداګرۍ څخه منع شوي دي.

سرغړونکي - که امریکایی وي یا بهرني - ممکن د مدني یا جرمي جریمې سره مخ شي. د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت ټینګار کړي چې د بندیزونو موخه سزا نه ده، بلکې د چلند بدلون دی.

د متحدو ایالتونو د حکومت د معلومات په اساس تر ۲۰۲۱ پورې، د مخدره توکو د ډیر استعمال له امله د ټولو مړه شویو کسانو څه باندې ۷۰ فیصده یې د مصنوعي مخدره توکو د استعمال په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې فېنټانیل یې ترټولو مهم لامل ښودل شوی.

مصنوعي مخدره توکي د ۱۸ څخه تر ۴۵ کلونو پورې عمر لروونکو امریکایانو ترمنځ د مړینې مخکښ لامل ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG