د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین څخه د یوشمېر وارداتي توکو د تعرفو معافیت تمدید کړ


د امریکا متحدو ایالتونو د چین څخه د یوشمېر وارداتي توکو د تعرفو معافیت د یوه کال لپاره تمدید کړ.

په دې توکو کې هغه صنعتي او طبي محصولات شامل دي چې ټاکل شوې وه د تعرفو معافیت یې د روان نومبر میاشتې په ۲۹ نېټه پای ته ورسیږي.

د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ د استازي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د نومبر۲۶) په یوې اعلامیې کې وویل: "د استثناوو دا غځول له هغې تاریخي سوداګریزې او اقتصادي معاملې وروسته کیږي چې د ولسمشر ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جنپینګ ترمنځ شوې او د سپینې ماڼۍ لخوا د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړۍ نېټه اعلان شوه."

تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وویل چې د چین ولسمشر، شي جینپینګ، د دوشنبې په ورځ له هغه سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې "تر یوه حده" موافقه وکړه چې بیجینګ به د امریکایي توکو پیرودل چټک او زیات کړي.

ډونالډ ټرمپ له چین سره د سوداګرۍ په اړه دا مثبته ارزونه وروسته له هغې څرګنده کړې چې بیجینګ په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د واشنګټن سره د تعرفو د جګړې د کمېدو په خاطر به د متحدو ایالتونو له بزګرانو څخه د سویابین پیرودل بیا پیل کړي او متحدو ایالتونو ته د کمیابه موادو پر صادراتو به خپل زیات شوي بندیزونه ودروي.

په هغو چیني توکو کې چې د تعرفو معافیت یې غځول شوی دی، د لمریزې انرژۍ د تولید لپاره د تجهیزاتو اړوند ۱۴ ډوله محصولات او د پراخو صنعتي او طبي محصولاتو ۱۶۴ ډوله توکي شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG