د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د افغان سکانو پر عبادت ځای برید کې ۲۵ تنه وژل شوي


کابل کې د ننني برید سیمه
کابل کې د ننني برید سیمه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د افغان سکانو پر درمسال په ننني وسله وال برید کې ۲۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نن چهارشنبه مارچ ۲۵ (وري شپږمه) د سهار ۰۷:۴۵ بجې یو شمېر وسله والو د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «شوربازار» سیمه کې د افغان اهل هنود «سکانو» پر عبادت ځای برید وکړ چې تر شاوخوا پنځه ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځانکړو ځواکونو د یادو عملیاتو پر مهال ۸۰ تنه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و ژغورلي دي.

د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د بریدګرو شمېر څو تنه و.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار نن چهارشنبه امریکا غږ ته وویل چې دغه برید د اهل هنود او سکانو د عبادت پر مهال شوی دی.

اغلې هنریار زیاته کړه چې د اهل هنود او سکانو په یاد عبادت ځای کې ۱۵۰ تنه ژوند کوي چې ترڅنګ دوې مسلمانې کورنۍ هم شته.

سناتوري انارکلي هنریار وویل: "په دغه درمسال کې شاوخوا یو ۱۵۰ تنه ژوند کوي... د سکانو عبادت ورځ کې دوه وخته تر سره کیږي سهار او ماښام او نن سهار چې دغه پېښه وشوه دوی په عبادت ځای کې وو."

وسله وال طالبان وايي، دغه برید په دوی پوري اړه نه لري او بلې کومې ډلې هم تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

په کابل کې د امریکا سفارت د افغان سکانو پر عبادت ځای دغه برید غندلی او هغه یې د جنایتکارانو کار بللی دی.

دغه سفارت ویلي چې په افغانستان کې سوله هغه مهال راتلی شي چې خلک خپل تفاوتونه د خبرو له لارې هوار کړي بلکې نه د جنګ.

پاکستان هم په کابل ښار کې د افغان سکانو پر عبادت ځای نننی برید غندلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه مارچ۲۵ (وري شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې پر عبادت کوونکو ورته بریدونه هیڅ سیاسي، اخلاقي او مذهبي جواز نه لري.

پاکستان د دغه برید له قربانیانو سره او افغانانو سره غمشریکي څرګنده کړې ده.

دغه هیواد همدارنګه زیاتوي چې پاکستان ټول تروریزم چې په هره بڼه وي غندي او وايي ټول عبادت ځایونه مقدس دي او پاکوالې ته ته یې باید هر وخت درناوی وشي.

XS
SM
MD
LG