د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي دي چې په اوکراین کې د روسیې په جګړې کې د شمالي کوریا د مستقیمې مداخلې په اړه اندېښنه لري او د روسیې له لوري د شمالي کوریا د ځواکونو روزل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک څخه جدي سرغړونه ده.
د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د سه شنبې په ورځ د ایمیل له لارې امریکا غږ ته وویل: «په جګړې کې د شمالي کوریا د مستقیمې مداخلې په اړه اندېښمن یو. روسیې ته د شمالي کوریا د سرتېرو استول او له شمالي کوریا سره د روسیې هر ډول همکاري باید ودرول شي.»
دغه ویاند وویل چې د روسیې له لوري د شمالي کوریا د سرتېرو روزل په «مستقیم ډول د امنیت شورا د ۱۷۱۸، ۱۸۷۴ او ۲۲۷۰ شمېرو پرېکړه لیګونو څخه جدي سرغړونه» ده، دغو پرېکړه لیکونو له شمالي کوریا سره پوځي روزنې، مرستې او هر ډول همکارۍ بندې کړې دي.
د جنوبي کوریا د ملي استخباراتو د ادارې ارزونې څرګندوي، چې له ۲۰۲۴ کال راهېسې روسیې ته د شمالي کوریا د ۱۰۰۰۰ استول شویو سرتېرو له ډلې څخه یې تقریبآ ۲۰۰۰ په جګړې کې وژل شوي دي.
د اپریل په میاشت کې د اوکراین په جګړې کې د شمالي کوریا د وژل شویو سرتېرو شمېر ۶۰۰ ښودل شوی و.
د جنوبي کوریا استخباراتو ارزونې په ډاګه کوي، چې پیونګ یانګ په پام کې لري ۶۰۰۰ نور سرتېري روسیې ته واستوي، چې ۱۰۰۰ تنه یې وار د مخه رسېدلي دي.
د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې او یو شمېر لویدیځو هېوادونو ویلي چې شمالي کوریا روسیې ته توپخانې، توغندي او د لېرې واټن وېشتونکو میزایلو سیستمونه هم استولي دي.
د اپریل په میاشت کې شمالي کوریا په لومړي ځل ومنله چې روسیې ته یې سرتېري استولي او یو شمېر یې وژل شوي دي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د اګست په میاشت کې د خپلو وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره ولیدل او هغوی ته یې وویل چې اولادونه مو د خپل هېواد په ویاړ وژل شوي او له کورنیو سره یې د «ښه ژوند» ژمنه وکړه.
فورم \ دبحث خونه