د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان د پوره څارنې وړتیا ولرو 


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد نن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوایي ۳۰) د افغانستان څخه د امریکایي قواو د وتلو په اړه د امریکا د کانګرس د ملي امنیت جرګه ګۍ په یوې استماعیه غونډه کې وویل چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي.​

په دغه استماعیه غونډه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په دې پریکړې غور وشو چې ټول امریکايي عسکر دې د سپتمبر تر ۱۱ پورې له افغانستان څخه ووځي.

د کانګرس یو شمیر غړیو د هغو اندېښنو په هکله له ځانگړي استازي خلیلزاد نه وضاحت وغوښت چې د افغانستان څخه د عسکرو د وتلو وروسته د امریکا ملي امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ رامنځ ته کوي.

ښاغلي خلیلزاد وویل چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته «د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي، څو وکړای شو چې د ترهگرو د راتلونکو فعالیتونو په برخه کې د افغانستان د وضعیت په څارنه او پر ترهګرۍ د راتلونکېو بریدونو د قابلېت په اړه زیاته همکاري وکړي.»

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر فرانک مک‌کینزي هم منځني ختیځ ته د سفر پر مهال ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د څارنې او پر ضد یې د مبارزې د څرنګوالي په اړه یې خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزیر ته سپاري.

ښاغلي مک‌کینزي د چهارشنبې په ورځ د مې ۱۹ (غوايي ۲۹) خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په هوايي حریم کې د متحده ایالاتو د جنګي الوتکو د الوتنې د حق او په یو شمیر دغو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو په تړاو د واشنګټن مذاکرات دوام لري، خو دغه امریکايي جنرال زیاته کړه چې دا مذاکرات زیات وخت ته اړتیا لري.

د امریکا د کانګرس غړي په دې باور دي چې په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره کم وخت پاتې دی، نو څنګه امکان لري چې د افغانستان له ګاونډیانو سره دې د راتلونکي وضعیت د څارنې لپاره توافق وشي.

ښاغلي خلیلزاد وویل چې پدې هکله کار روان دی «د تروریستي تهدیداتو ټیتې کچې ته په کتو سره مونږ په داسې موقعیت کې یو چې کولای شو په کافي اندازه څارنه وکړو او کافی ځواب ورکړو.»

د هند او پاسېفیک په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست معین ډیویډ هیلوي، چې هغه هم پدغه استماعیه کې حاضر و، وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو سره به «مونږ دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړو چې افغانستان سولې ته ورسیږي.

ښاغلي خلیلزاد خپله څو ورځې مخکنۍ خبره یو ځل بیا د کانګرس په استماعیه غونډه کې تکرار کړه چې طالبان دوه انتخابه لري: یوه د مذاکراتو لار چې د سولې لامل کیږي او بله د پوځي لارې واک ترلاسه کول دي چې پدې صورت کې به هغوی منزوي کړای شي ، سیمه ییز او نړیوال بندیزونه به پرې ولګول شي او « مونږ او زمونږ متحدین به د افغانستان دامنیتی ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د امریکا د کانګرس ګڼ شمیر غړي وايي، د افغانستان د راتلونکې په اړه اندیښمن دي او باید چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي او افغانستان سره باید مرستو ته دوام ورکړل شي.

خلیلزاد وايي چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د نړیوالې اجماع پر جوړولو بوخت دی او په دې وروستیو کې یې له روسیې، چین، پاکستان او اروپايي متحدینو سره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG