ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د کانګرس ۱۱۸ مې دورې غړي سه شنبه جنوري ۳ (مرغومي۱۳) پداسې حال کې خپل کار پیل کړي چې د استازو په مجلس کې د واکمن ګوند سیاسي مخالفین (جمهوري غوښتونکي) اکثریت دي.
د ۲۰۲۲ نومبر د میاشتې د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو نسبت دموکراتانو ته د استازو مجلس ډیرې څوکۍ وګټلې.
پدې انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو ۲۲۲ او دموکراتانو ۲۱۳ څوکۍ وګټلې او همدرانګه به جمهوري غوښتونکي د استازو مجلس مشري د ننسي پلوسي څخه واخلي خو ښایي چې د نوي مشر ټاکل کیدل به د جمهوري غوښتونکو لپاره آسانه نه وي.
ډیر احتمال شته چې د استازو مجلس مشري به د کلفورنیا ایالت استازی کیون مکارتي وګټي ځکه هغه د څو کالونو راپدیخوا ددې مقام مشري غوښتله خو د ګټلو لپاره یې باید ۲۱۸ رایې تر لاسه کړي.
۵۷ کلن مک کارتی چې کټر محافظه کار دی، د نومبر په میاشت کې په ګوندي انتخاباتو کې ۱۸۸ رایې وګټلې خو د هغه وخت راهیسې یې په ګوند کې ملاتړ ډیر شوی.
خو د استازو په مجلس کې پنځه یا تر پنځو ډیر داسې ښي اړخي جمهوري غوښتونکي شته چې د ښاغلي مکارتي د مشرۍ خلاف دي او وایي چې هغه د محافظه کارۍ اعادې ته ډیر متعهد ندی.
د دموکراتانو لخوا بیا د استازو د مجلس مشرۍ ته د نیو یارک ایالت استازی حکیم جیفریز نومول شوی ځکه چې ننسي پلوسي د ګوند مشري پریښې خو د استازې په توګه به په کانګرس کې پاتې وي.
د استازو په مجلس کې د شک پرته به ټول دموکراتان ښاغلي جیفریز ته رایې ورکړي او که چیرته د ښاغلي مکارتي مخالفین هغه ته د مشرۍ لپاره رایې ورنکړي، هغه به ونشي کړی چې اکثریت رایې او د استازو د مجلس مشري وګټي.
کیون مک کارتي پدې تیرو څو اوونیو کې د هغو جمهوري غوښتونکو سره چې د ده سره مخالفت لري، ملاقاتونه کړي او کوښښ کوي قانع یې کړي چې د استازو مجلس د مشرۍ لپاره یې ملاتړ وکړي.
سره لدې چې جمهوري غوښتونکي د استازو په مجلس کې اکثریت دي، خو د سنا په مجلس کې بیا دموکراتان اکثریت دي.