د لاس رسي وړ اتصالات

مک‌کال: متحده ایالات باید د هیڅ ډول شرایطو لاندې طالبانو سره تعامل ونه هڅوي


د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس مایکل مک‌کال
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس مایکل مک‌کال

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې یوځل بیا طالبانو سره د هر ډول شرایطو لاندې تعامل رد کړ.

ددغې کمیټې رئیس مایکل مک‌کال شنبه ناوخته مارچ نهم ( کب ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: " دا وړاندیز چې د طالبانو سره د هرډول بوختیا امکان شته، د افغانستان د خلکو پرمخ چې د طالبانو د رژیم قربانیان دي څیړه ده. اداره (جمهور رئیس بایډن) باید د هرډول شرایطو لاندې د طالبانو سره بوختیا ونه هڅوي".

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر دا څرګندونې طالبانو سره د تعامل په تړاو د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شارژدافیرې کرین ډیګر د څرګندونو په غبرګون کې کړي دي.

میرمن ډیکر تیره اونۍ ترکیې کې د افغانانو د مدني ټولنې د استازو په یوه غونډه کې د ګډون وروسته د خپل ایکس په پاڼه لیکي چې په نړیوال سیستم کې د افغانستان د ادغام په اړه د ملګروملتونو په مشرۍ د مدني ټولنې د استازو ترمنځ قوي ملاتړ شتون لري.

میرمن ډیکر لیکلي: " دلته زیات استعدادونه او انرژي د سیاسي لارې د نقشې او طالبانو سره د بوختیا څخه د ملاتړ لپاره چمتو دي. افغانستان خپلو ټولو خلکو ته د غوړیدو لپاره اړتیا لري".

تیره اونۍ د ترکیې په انتالیا ښار کې تر ۸۰ پورې افغان کارپوهان، بشري حقونو فعالان، خبریالان او دپلوماتان د افغانستان د وضعیت په تړاو د خبرو او بحثونو لپاره راټول شوي وو.

په دې غونډه کې د خلکو حاکمیت، د واک مسله، د خلکو مشارکت او ګډون، د حکمتدارۍ مسله او په نورو مسلو ګډونوالو خبرې او بحثونه وکړل.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس طالبانو سره د نه تعامل په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ملګرو ملتونو د طالبانو سره په تعامل باندې ټینګار کړی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د تیرې چهارشنبې په ورځ مارچ شپږم (کب ۱۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د درې میاشتني راپور د وړاندې ګولو پر مهال وویل چې په نړیوال سیستم کې د افغانستان بشپړ ادغام د طالبانو له خوا خپلو نړیوالو مکلفیتونو او ژمنو ترڅنګ بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته د درناوي غوښتنه کوي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا یې حکومت په رسمیت نه دي پيژندل شوی، خو نړیوالې ټولنې په دغه هیواد کې د بشري بحران د مهارلو او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره په يوډول د طالبانو د حکومت سره په تعامل کې دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کیدو شرطونه ایښي دي.

ددې سره سره په کابل کې د اروپايي ټولنې په ګډون د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو ځینو هیوادونو سفارتونه پرانیستي او هم طالبانو یو شمیر هیوادونو ته خپل دپلوماتان استولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG