د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ملګرو ملتونو ته: د پلويتوب پر ځای بې پري راپورونه خپاره کړئ


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ددغې ټولنې د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش راپور او افغانستان لپاره د هغه د ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا وروستیو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی په ځانګړي دول یې د امنیتي مسایلو په اړه د هغوی څرګندونې ردې کړي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ مارچ نهم (کب ۱۹) په یوه اعلامیه کې د امنيت د ټينګښت، اقتصادي پرمختګ، د قانون پلي کیدل، د مخدره موادو د هراړخيز بنديز، د جبري را ستنو شويو افغان کډوالو، د طبيعي پېښو پر وړاندې پر وخت غبرګون او د طالبانو د حکومت څخه مننه او ځینې نورې برخې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د یوناما مشرې یې یادونه کړې د مثبتو ټکو په توګه ارزولي دي.

همداشان په دې اعلامیه کې د افغانستان پر خلکو د بانکي او اقتصادي بنديزونو د ناوړو اغېزو درک؛ او همدارنګه د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو تداوم او د نيمه پرمختيايي مرستو لور ته ګام اخيستل د ملګرو ملتونو ددغو دوو چارواکو په څرګندونو کې د مثبتو ټکو په توګه یاد کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د بندیدو په تړاو د طالبانو په حکومت کې اختلافات، پېښو او موضوعاتو ته د قومي رنګ ورکولو، د "عامه نظم او قانون د انفاذ هڅو ته" د "بشري حقونو د سرغړاوي او خپلسرو اقداماتو نوم ور کول" چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او افغانستان لپاره د هغه ځانګړې استازې یې یادونه کړې وه رد کړي دي.

دغه وزارت اعتراض کړی چې ملګري ملتونه پر واقعیتونو باندې د استدلال، استناد او د طالبانو د حکومت له خوا تائید شویو ارقامو پرځای په راپورونو کې په مجهولو سرچینو او ناسمو راپورونو باندې اتکا کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان په شخړې کې ښکېل هيواد په توګه په معرفي کولو او په دې توګه د وېرې د فضا د خپرولو، او د څو مشخصو هيوادونو د بې بنسټه سياسي روايت تر اغيز لاندې افغانستان نورو هيوادونو ته د خطر د بالقوه سرچينې په توګه ورپېژندلو پر مواردو شديد اعتراض لري.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " (د طالبانو حکومت) د دې سپارښتنه کوي چې ملګري ملتونو په خپلو راپورونو او چلند کې د پلويتوب پر ځای د دقت او بې پرېتوب لاره خپله کړي".

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا ته د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د تېر ۲۰۲۳ کال نومبر د میاشتې له لومړۍ نېټې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر لسمې پورې، د تېر کال همدې مودې پرتله په افغانستان کې په امنیتي پېښو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو ددغه راپور له مخې تېرکال په دې موده کې تریوزر او ۹۰ پورې امنیتي پیښې ثبت شوې وې خو سږکال په دغه موده کې ددغو پیښو شمیریو زر او ۵۰۸ ته لوړ شوی دی چې تر ډېره په مرکزي او شمال ختیځو سیمو کې پیښې شوې دي.‌

په دې راپور کې ویل شوي چې په امنیتي پیښو کې زیاتوالی د نشه‌ يي توکو پر ضد د عملیاتو پر مهال نښتو کې ثبت شوی او ددې سربیره د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستیو درو میاشتو کې د طالبانو له مخالفو ډلو سره هم ۶۰ نښتې شوې چې د تېرکال د همدې مودې پرتله په کې کموالی راغلی دی.

روزا اوتنبایوا امنیت شورا ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د خلکو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د مدني حقونو، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حقونو څخه انکار یادونه وکړه او د مستندو شویو اسنادو پر اساس یې وویل چې د ښځو او نجونو د ځپلو پالیسۍ او اقدامات، په عام ځایونو کې د تاوتریخوالي نندارې ته ایښودل د اعدام د سزا په ګډون فزیکي او تعزیري سزاګانې د ټولشموله حکومتدارۍ نشتون او اقلیتونو څنډې ته کول په کې شامل دي.

روزا اوتنبایوا د کوکنارو د کر په مخنیوي او د داعش سره په مبارزه کې د اوسنیو چارواکو هڅې هم یادې کړې او ویې ویل چې دا اقدامات د دوامداره او اوږدې مودې لپاره د مرستو ته اړتیا لري.

روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون په اړه اندیښنو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا یوازې داعش نه دی چې په دغه هیواد کې یې ګواښ راولاړ کړی دی بلکې تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د پاکستان لپاره چې د تروریستي بریدونو د زیاتیدو سره مخ دی هم یو اساسي ګواښ راولاړ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ددغې اعلامیې دمخه د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم د ملګر ملتونو د عمومي منشي راپور ته غبرګون ښودلی و او دا راپور یې مغرضانه بللی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG