د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۲هېوادونو بهرنیو چارو وزیران: طالبان په نړۍ کې د ډاروونکي بشري وضعیت مسئول دي


یو شمیر افغانې شځې د خپلو بشري حقونو د غوښتنې پر مهال
یو شمیر افغانې شځې د خپلو بشري حقونو د غوښتنې پر مهال

د دولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې طالبان په ټوله نړۍ کې د سخت ډاروونکي بشري وضعیت مسئول ګڼلي او ویلي دي چې د عامه ژوند څخه د ښځو څنډې ته کول چې د افغانستان نیمايي نفوس جوړوي د دغه هیواد راتلوونکې له خطر سره مخ کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له خوا د شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) په دغه ګډه خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې په ناسم بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو لپاره د طالبانو د پالیسو په دوام باندې ژوره اندیښنه ښودل شوې ده.

په دې ګډه اعلامیه کې د البانیې، انډورا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، بلغاریا، کوسوو، لیختن شتاین، منګولیا، هالنډ او رومانیې د بهرنیو چارو وزیرانو له قوله ویل شوي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې ددغو هیوادونو د غونډې وروسته طالبانو په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کیدو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "پر ثانوي دوره او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز او همدارنګه په غیرحکومتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز د سیستماتیک تبعیض ډیرغوره مثالونه دي. سخت قوانین چې د ښځو د حرکت د ازادۍ څخه سرغړونه ده او په عامه ژوند کې ښځې او نجونې له ګډون څخه منع کوي، په خپلسر د ښځو نیول او جبري ودونو قضیې د ښځو او نجونو د حقونو څخه ښکاره انکار دی".

په دې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا د ښځو او نجونو د نیولو وروستۍ څپې ته هم اشاره شوې او په عاجل ډول یې د نیول شویو ښځو او نجونو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ددغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان میرمنو او نجونو د اساسي حقونو په برخه کې خپل ملاتړ چې په اعلامیه کې غیر متزلزل ملاتړ یاد شوی هم څرګند کړی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: " مونږ پر اوسنیو حاکمو چارواکو (طالبانو) باندې غږ کوو چې نړیوال قوانین په ځانګړي ډول بشري حقونو قوانین رعایت کړي، د قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو څخه ساتنه وکړي او ټولې هغه پریکړې چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه محدودوي او په ټوله نړۍ کې بي ساري دي لغوه کړي".

په دې اعلامیه کې پر طالبانو باندې غږ شوی چې د نړیوالو معیارونو پر اساس دې نجونو ته د ثانوي زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په اړه پاملرنې ته دوام ورکړي او په دغه هیواد کې د نړیوالو کنوانیسنونو چې افغانستان یې غړیتوب لري په ګډون د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونو پای ته رسیدلو لپاره د موجودو قانوني امکاناتو څخه کار واخلي.

په دې اعلامیه کې په افغانستان او سیمه کې د تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې د ګواښونو یادونه شوې او ویل شوي چې نړیوالې ټولنې ترمنځ دا ګډ تفاهم شته چې نړیوالو مکلفیتونو په ځانګړي ډول بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د اوسنیو د واکمو (طالبانو) نه اطاعت په نړیوال سیستم کې د افغانستان د دولت د مدغم کیدو په برخه کې د یو مرکزي مخکینی اړتیا په توګه پاتې شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG