د لاس رسي وړ اتصالات

څېړونکې کمېټه د امریکا پر کانګرس د تېر کال د برید په اړه غونډه کوي


ټاکل شوې چې د امریکا د کانګرس یوه ځانګړې کمېټه چې د کانګرس پر ماڼۍ باندې د تېر کال د جنورۍ د شپږمې نېټې د برید په اړه څېړنې کوي، سبا سه شنبې جولای ۱۲(چنګاښ ۲۱) یوه بله استعماعیه غونډه راوبولي. د کمېټې غړي وایي چې دوی به په برید کې د سپین پوستو ملتپالو ډلو پر ونډه خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نږدې پخوانی همکار، سټیف بنن د کانګرس څېړونکې کمېټې ته ویلي چې د جنورۍ د شپږمې د برید په اړه د کانګرس ځانګړې کمیټې ته د معلوماتو ورکولو ته چمتو دی.

ښاغلی بنن پخوا د کمېټې په غونډه کې له ګډون کولو نه ډډه کړې وه. ټاکل شوې چې بنن په غونډو کې د برخې نه اخېستلو او د اسنادو د نه سپارلو له کبله، کانکرس ته د سپکاوي په تور د جولای په اتلسمه نېټه محاکمه شي.

له بلې خوا، د سپینې ماڼۍ پخواني سلاکار پټ سیپلون د جمعې په ورځ په یوې محرمې غونډې کې د کانګرس د جنورۍ شپږمې د پېښې څېړونکې کمېټې ته معلومات ورکړل. سیپلون د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جګپوړی وکیل هم پاتې شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د دفتر د پخواني مشر یوې نږدې همکارې په مخکني استعماعیه مجلس کې د ټرمپ د خپګان په اړه چې هڅې یې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د ملغی کیدو له کبله ناکامېدلې، معلومات ورکړي وو.

کسیډي هتچېنسن ویلي وو چې سیپلون خبرداری ورکړی و چې د جنورۍ د شپږمې نېټې پېښه به ناوړه عواقب ولري. مېرمن هتچېنسن زیاته کړې چې سیپلون د برید په سهار وویل چې موږ به د هر جرم له کبله چې ترسره کېږي، محکوم وګڼل شو.

د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي، اډم کینزېنګر وویل: "تاسې به په څو راتلونکو استعماعیه غونډو کې لږ څه واورئ چې هغه څه ویلي دي. ډېره برخه به یي په راپور کې ولولئ خو تر اوسه پورې چې چا څه ویلي، په خبرو کې یې په هیڅ صورت تناقض نه و".

پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کمېټې له موندونو سره مخالفت ته دوام ورکړی او روانې څېړنې یي یو جعلي کار بللی دی. په دې وروستیو کې ټرمپ د ټروټ په نوم یوې ټولنیزې رسنۍ کې ولیکل: ولې د امریکا یو راتلونکی جمهور رئیس له خپل سلاکار سره دومره څرګند او مهم بحث ولري؟ که فکر کوي چې ددې کم امکان هم شته چې دغه کس دې د کانګرس ګوندي او متخاصمې کمېټې ته د خبرو لپاره راوبلل شي.

د امریکا په معاصر تاریخ کې ټرمپ لومړنی جمهور رئیس دی چې له ولس سره یي د خپلو مالیاتو اسناد نه دي شریک کړي.

XS
SM
MD
LG