د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین د روسیې یرغل ته د کانګریس د غړیو غبرګون: پوتین دې سختو بندیزنو ته په تمه وي


د امریکا د کانګریس یو شمیر غړیو خبرداری ورکړی چې د روسیې جمهور ریئس دې د سختو بندیزونو په تمه وي.
د امریکا د کانګریس یو شمیر غړیو خبرداری ورکړی چې د روسیې جمهور ریئس دې د سختو بندیزونو په تمه وي.

وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پویتن په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو امر ورکړ او په ګاونډي هیواد یې یرغل وکړ، د متحده ایالاتو د کانګریس غړیو د شدیدو بندیزونو خبرداری ورکړ.

د امریکا د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر باب منندز په اوکراین د روسیې د یرغل په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دې برید نه داسې څرګندیږي چې د کرملین اوسني مشران باید نړیوالې ټولنې څخه وایستل شي.

په همدې حال کې د سنا مجلس د استخباراتو د کمیټې مشر دیموکرات سناتور مارک وارنر په اوکراین د روسیې د یرغل د فرمان په هکله ویلي چې د روسیې خلک به د پوتین د جاطلبۍ په خاطر لوړه بیه ورکړي. هغه زیاته کړې چې پوتین پدې حملې سره په اروپا کې د څو لسیزو سولې له منځه یوړله.

د سنا د مجلس دې غړي د کانګریس د داړو غړیو د یووالې غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د کانګریس د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کیون مکارتي په اوکراین د روسیې یرغل "بې باکانه او ناوړه"بللی. ښاغلي مکارتي پدې هکله په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د "متحده ایالات د اوکراین د ولس سره ولاړه ده او د هغوي د امنیت لپاره دعا کوي. د پوتین دا اقدام باید جدي عواقب ولري".

ښاغلي مکارتي همدارنګه په اعلامیې کې ویلي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په اروپا کې د ځواکونو توازن ګډوډ شوی او پوتین باید د خپلو کړنو ځواب ووایي.

په عین حال کې د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو په کمیټې کې جګپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور جیم ریش ویلي په یوې اعلامیې کې ویلي چې پوتین د جورجیا څخه نیولې تر اوکراین پورې تل د زوره کار اخیستی.

دې سناتور ویلي دا د یو داسې شخص کار دی چې ځان د ګډوډۍ په پیدا کولو سره غښتلي ښیي.

په همدې حال کې د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټې کې یو بل جګپوړي غړي مایک مک کال بیا د د دې کمیټې د څو نورو غړیو سره په ګډې اعلامیې کې ویلي چې په په اوکراین او روسیې کې د وینې د تویدو یوازینی مسؤل شخص پوتین دی. په اعلامیې کې ویل شوي، "مونږ ژمن یو چې په سختو بندیزونو د پوتین د رژیم تیري کوونکي کړنې کمې کړو. "

د روسیې جمهور رئیس په اوکراین د یرغل کولو د اعلان څخه وړاندې ویلي و چې د ناټو پراخوالی او د اوکراین د خاورې څخه ګټه اخیستل د منلو وړ ندي. هغه همدرانګه ویلي چې روسیه د اوکراین د خاورې د نیولو نیت نلري او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې د بهرنۍ مداخلې په صورت کې به روسیه په سمدستي توګه غبرګون وښیي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په اوکراین یرغل د "مخکې څخه د پوتین پلان شوې جګړه" وبلله. ښاغلي بایډن په اوکراین د روسیې د یرغل څخه لږه شیبه وروسته په یوې اعلامیې کې وویل چې پدې حملې کې د ټولو مرګونو او ورانیو مسؤلیت د روسیې په غاړه دی او متحده ایالات، متحدین او شریکان به یې قاطح او متحد ځواب ووایي".

جمهور رئیس بایډن په سپینې ماڼۍ کې د ملي امنیت د ټیم سره کتلي چې د روسیې په یرغل او دا چې متحده ایالات باید څه ډول ځواب ووایي، بحث کړی.

سره لدې چې غربي هیوادونو ویلي چې اوکراین ته د سرتیرو د لیږلو نیت نلري چې د روسیې سره جګړه وکړي خو ښاغلي بایډن د اروپایي مشرانو سره سلا مشورې کړي او ښایي نن ملت ته په وینا کې په روسیې د بندیزونو اعلان وکړي.

XS
SM
MD
LG