د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د افغانانو د ځانګړي مهاجرت تمویل د امریکا په دفاعي بودجه کې شامل نشو


د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د جمعې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د کلنۍ دفاعي بودیجې طرحه تصویب کړه، خو مخکې له دې، چې دا لایحه په قانون بدله شي د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړې ویزې د تمدید په ګډون څو اقداماتو ته اړتیا شته دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړې ویزې (SIV) په برخه کې د نه اقدام کولو په ګډون ددغې لایحې د ځنیو برخو سره مخالفه ده.

ددې باوجود چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن ادارې د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړې ویزې (SIV) له بهیر څخه ملاتړ کړی، ددې لایحې نسخې، چې د استازو د مجلس له خوا تصویب شوي د مهاجرت ۲۰ زره ځانګړي ویزې یې ۲۰۲۴مالي کال پورې زیاتې کړي دي، خو دا پروګرام، یې چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې پای ته رسیږي نه دی تمدید کړی.

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس په ۲۰۰۹ کال کې د افغان متحدینو څخه د حافظت لایحه تصویب کړې وه، چې (SIV) پروګرام تطبیق ته یې لاره پرانیستله. ددې پروګرام له مخې افغان ژباړونکو چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ او د امریکا د حکومت سره یې کار کوه کولی شي، چې په امریکا کې د دایمي اوسیدانې یا ګرین کارت ترلاسه کولو لپاره غوښتلیک ورکړي.

د ۲۰۰۹ څخه راهیسې تراوسه ۱۰۰ زره افغانان د خپلو کورنیو سره د امریکا متحده ایالاتو ته د تللو لپاره د مهاجرت د ځانګړې ویزې څخه استفاده کړې ده. خو که چیرې د امریکا متحده ایالاتو دفاعي بودیجه دا پروګرام تمدید نه کړي د ډسمبر د ۲۰۲۴ کال وروسته به امریکا ته د هغو افغانانو د مهاجرت بهیر پای ته ورسیږي، چې د جګړې پر مهال یې د امریکا حکومت ته کار کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو دیموکرات ګوند سناتورې امي کلوبوچار ویلي، چې افغان متحدینو ته د کار فرصت ورکول "سم او ضروري" دي ترڅو هغوی په امریکا کې د دایمي اوسیدلو لپاره غوښتنلیک ورکړي.

د امریکا د استازو مجلس کې د دواړو ګونړومو یو شمیر استازو په عین ورځ د افغانانو د بیا میشت کیدو طرحه (Afghan Adjustment Act) وړاندې کړه.

دا لایحه د مهاجرت د ځانګړې ویزې په شرایطو برابر افغانانو دغوښتنلیکونو د وړاندې کوونکو شمیر کې زیاتوالی راولي.

ددې لایحې پر اساس هغو افغان میرمنو، چې د تروریزم پر ضد په خاصو ټیمونو کې یې کار کوه او نورو افغانانو، چې امریکايي ځواکونو د کوماندو او هوايي ځواکونو د پرسونل سره کارکوه، کولی شي د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې ویزې لپاره غوښتنلیک ورکړي.

همدارنګه دا لایحه هغو افغانانو ته، ددې امکان ورکوي،چې د لنډمهالې مودې د بشردوستانه اوسیدلو په پروګرام کې منل شوي او د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي ددغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي.

اوس مهال د امریکا متحده ایالاتو ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې پروګرام یوازې ژباړونکو او نورو مسلکي افغانانو ته، چې امریکا متحده ایالاتو او یا هم یې ددغه هیواد په پروژو کې کړی و ورکول کیږي.

د افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو وروسته له ۷۰ زرو څخه زیات افغانان امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شوي او د تیرو نږدې دوو کلنو د لنډ مهالې بشردوستانه اوسیدانې (Humanitarian Parole) په چوکاټ کې په امریکا کې ژوند کوي.

د لنډ مهالې بشردوستانه اوسیدلو پروګرام د هغو کسانو لپار په پام کې نیول شوی، چې په اضطراري حالت کې امریکا ته داخلیږي، خو دا کسان پخپله په دغه هیواد کې د دایمي اوسیدلو په شرایطو برابرنه ګڼل کیږي، خو که د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیک ورکړي او یا هم مالي ملاتړ ( Sponsor ) ورته برابر شي په دغه هیواد کې د اوسیدلو امکان ترلاسه کولی شي.

د امریکا مشرانو جرګې هم د امریکا د دفاعي بودیجې خپله نسخه وړاندیز کړې ده. د دې طرحې له تصویب وروسته به د دواړو جرګو وکیلان پر خپلو پلانونو بحث وکړي او پر یوې واحدې طرحې به توافق وکړي، چې بیا به یې د توشیح لپاره ولسمشر ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG