د لاس رسي وړ اتصالات

سولې خبرو کې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې باید خوندي شي ـ کانګرس


د امریکا د کانګرس لسګونه غړي وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغان مېرمنو د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي.

دوی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو څخه په یوه لیک کې غوښتي چې د سولې ټولو خبرو کې د افغان مېرمنو له موقف څخه ساتنه وکړي.

د کانګرس یاد غړي چې شمېر یې له ۷۰ تنو څخه پورته ښودل شوی په دغه لیک کې ویلي، چې د سولې روانو خبرو کې نه یوازې د مېرمنو د حقوقو په اړه بلکې د افغانستان د راتلونکې په اړه هم باید د افغان مېرمنو نظر واورېدل شي.

د دغه لیک یوه کاپي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته هم رسېدلې پکې راغلي چې افغان مېرمنو تېر پرمختګونه په سختو لاسته راوړي او باید د سولې خبرو کې څنډې ته نشي.

په دغه لیک کې راغلي:"په تېر فبروري او مې میاشت کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د افغان مېرمنو استازو شتون نه درلود، دا یوه اړتیا ده چې نه یوازې د مېرمنو د حقوقو په اړه بلکې د افغانستان د راتلونکې په اړه هم د هغوی نظر واورېدل شي، موږ د بهرنیو چارو له وزارت څخه غواړو چې د سولې ټولو خبرو کې د افغان مېرمنو له لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي."

کانګرس پر داسې مهال دغه غوښتنه کوي چې ټاکل شوې زلمی خلیلزاد روانه میاشت د اوم ځل لپاره د طالبانو له استازو سره پر افغان سوله وغږیږي.

د سولې عالي شورا غړې ملالۍ شینوارې چې دوه ځله یې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو کې ګډون هم کړی په دغه خبرو کې نسبت نارینو ته د مېرمنو ونډه مهمه بولي.

اغلې ملالۍ د شنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۱۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې د سولې خبرو کې د مېرمنو د نظر اورېدل د تلپاتې سولې له تضمین سره مرسته کوي.

نوموړې زیاته کړه:"موږ باید سرسري یو څه لاسته رانه وړو چې سبا یې بېرته له لاسه ورکړو، د زمینې د برابرولو لپاره باید کار وشي چې څنګه کړای شو پخپل هېواد کې سوله تلپاته کړو، په دې برخه کې کله کله د ښځو رول له نارینو څخه زیات ګڼم."

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې نورو بېلابېلو بنسټونو هم د سولې خبرو کې د مېرمنو پر ونډې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG