د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتيکا ښځې له حکومت نه غواړي چې د سولې لپاره هڅې زیاتې کړي


په دې غونډه کې، چې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې جوړه شوې وه، د لومړۍ مېرمنې له دفتره د راغلي پلاوي په ګډون ددغه ولايت سلګونه ښځو او د ښځو د حقونو مدافعينو په کې ګډون کړی و.

د ښځو د حقونو يوې فعالې نبيله مصلح د سولې په اړه د ښځو ملي اجماع يادې شوې غونډې ته په خبرو کې له حکومت نه وغوښتل، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکرات لا ګړندي کړي.

هغې وويل: ”افغانې ښځې د نورو قشرونو په پرتله ډېر سولې ته اړتيا لري. په جنګ کې تر ټولو ډېر تاوان ښځي ویني. همدا ښځې دي چې خاوند، پلار او ورور له لاسه ورکوي. له همدې کبله دوی مجبوريږي چې د خپلو کورنيو سرپرستي پرغاړه واخلي‟.

د څېړونکو په وينا، له دې کبله چې ښځې په جګړه کې ډېر زيانمونکې دي، کولای شي د نورو ملي مسائلو د هواري په څېر د سولې په پروسه کې هم مهم او اغېزناک رول ترسره کړي.

د پکتيکا د ښځو چارو رئيسې بي بي حوا خوشيوال دغې غونډې ته په خبرو کې د هغو ښځو د ژوند پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړه، چې د کورنۍ نارينه غړي يې د روانې جګړې قرباني شوي دي.

هغه وايي: ”په ټوليز ډول ښځې سوله د ټولنې د پرمختګ اساس بولي او تل يې د سولې پلوي کړې ده. ښځې په جنګ کې له هر اړخه متضررې دي. جګړې د ښځو په روغتيا او اقتصاد منفي اغېز کړی دی‟.

د افغان مېرمنو د ملي اجماع غونډه
د افغان مېرمنو د ملي اجماع غونډه

د پکتيکا يوې اوسېدونکې مموزۍ زيور پر مذهبي او قومي مشرانو او ښځو غږ وکړ، چې د سولې لپاره ګډې هڅې وکړي. مېرمن زيور په دې پروسه کې د ښځو ونډه خورا ډېره ارزښتناکه وبلله.

هغه وايي: ”د سولې په اړه غږ اوچتول ستر ضرورت بلل کېږي. زموږ ټول خلک سوله غواړي. زما په نظر دا کار د قبايلي مشرانو او ښځو په ګډو هڅو کيدای شي‟.

د افغان مېرمنو ملي اجماع د لومړۍ مېرمنې رولا غني په مشرۍ د افغان ښځو شبکې او د ښځو چارو وزارت په ګډو هڅو رامنځته ته شوې. دې اجماع تر دې مهاله د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې د غونډو له لارې د سولې د ټينګښټ په تړاو د ښځو غږ اوچت کړی دی.

XS
SM
MD
LG