د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس یو پلاوی تایوان ته رسیدلی 


د امريکا د کانګرس يو پلاوی تايوان ته تللی
د امريکا د کانګرس يو پلاوی تايوان ته تللی

د امريکا د کانګرس يو پلاوی د اګست په ۱۴نېټه (زمري ۲۳) پداسې حال کې تايوان ته ورسېد چې د چين پوځ په څو ورځو کې تايوان ته د امريکا د ولسي جرګې د رئيسې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې د دغه ټاپو په شاوخوا کې پوځي تمرينونه پيل کړل.

د متحده ایالاتو د کانګرس د پنځه کسیز پلاوي دغه سفر دمخه نه و اعلان شوی.

د تايوان د بهرنيو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د کانګرس د وګیلانو دغه پلاوی به د سناتور ايد مارکي په مشرۍ د تايوان له ولسمشر سای اینګ وين سره وګوري او د تايوان د بهرنيو چارو د وزير جوزف وو په کوربه توب به په يوه مېلمستيا کې ګډون وکړي.

د تايوان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دې کتنه کې به د امريکا او تايوان پر اړيکو، سيمه ييز امنيت، سوداګرۍ او پانګونې، د اقليم بدلون او د دواړو هیوادونو د ګډو سرچينو اړوند د نورو اړينو مسايلو په اړه خبرې وشي.

تایوان د امریکا د کانګرس د پلاوي د سفر ستاینه وکړه او دا یې د واشنګټن او تایپي ترمنځ د تودو اړیکو نښه وبلله.

چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او وايي چې یوه ورځ به دغه ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړي او د اړتیا په صورت کې به له زور څخه هم کار واخلي.

تایوان ته د پلوسي له سفر وروسته، بیجینګ د تایوان شاوخوا ته خپلې جنګي بېړۍ، درنې وسلې او جنګي الوتکې ولېږلې.

په عین حال کې، د تایوان دفاع وزیر نن وویل چې هغه لږترلږه ۲۲ چینایي الوتکې او شپږ کښتۍ لیدلي چې د تایوان تنګي شاوخوا په حرکت کې دي.

چین د دې اونۍ په پیل کې وویل چې په تایوان کې به هیڅ ډول بېلتون غوښتونکې فعالیتونه ونه زغمي او که ولمڅول شي ددې ټاپو کنټرول به تر لاسه کړي.

تایوان او چین په۱۹۴۹ کې د کورنۍ جګړې وروسته جلا شول، او نشنلیسټ ځواکونه یې مات کړل تایوان ته وتښتېدل، چیرته چې دوی یو حکومت جوړ کړ چې وروسته په یوه متحرک ډیموکراسۍ بدل شو.

تایوان او چین په ۱۹۴۹ کې د یوې کورنۍ جګړې وروسته جلا شول او وطنپاله ځواکونه مات او تایوان ته وتښتېدل او هلته یې یو حکومت جوړ کړ چې وروسته په یوه متحرک ډیموکراسۍ بدل شو.

د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا د تایوان په هکله د تصویب شوي قانون له مخې متحده ایالات د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني، مګر ژمنه ده چې د خپل ځان په دفاع کې ددې ټاپو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG