د لاس رسي وړ اتصالات

چین پر تایوان د برید تمرینات کوي - د تایوان دفاع وزارت


د تایوان چارواکي وايي د چین پوځي بېړیو او الوتکو پرون شنبه ۶ اګست (زمری ۱۵) پر دغه ټاپو باندې د برید تمرینات وکړل.

چین تایوان ته د امریکا د ولسي جرګې د رئیسې نانسي پلوسي د تیرې اونۍ د سفر له امله پارېدلی او له امریکا سره یې پر پوځي اړیکو، اقلیمي بدلون او نورو مسایلو دوه اړخېزې خبرې ځنډولي دي.

د تایوان خودمختاره ټاپو ته چې چین یې د ملکیت ادعا کوي، د پلوسي د سفر په غبرګون کې، بیجینګ په بې ساري ډول پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي دي. چین ددغو تمرینونو په لړ کې بلاستیک توغندي ویشتلي چې څو دانې یې د تایوان د پایتخت تایپي له سر څخه تېر شوي دي.

په شپږو جلا موقعیتونو کې د چین دغه تمرینات نن یکشنبې هم روان وو.

د تایوان د دفاع وزارت وویل، په دغو تمریناتو کې چینايي پوځي بیړۍ او الوتکې له منځني خط څخه د تایوان لور ته اوښتي دي. د دفاع وزارت دغو مسولینو وویل چې چین پدې تمرینونو کې د تایوان پر ټاپو باندې برید ته تیاری نیسي.

تایوان ته څېرمه د چین پوځي تمرینات له څو ورځو راهیسې روان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن تایوان ته د پلوسي د سفر په وړاندې د چین غبرګون "غیر متناسب او خورا خطرناک" بللی دی.

بلینکن کمبوډیا ته د سفر پر مهال وویل چې د چین دغو اقداماتو د آسیان ټولنې غړي او د سیمې نور هېوادونه اندېښمن کړي او د سیمې امنیت ته یې ګواښ بولي.

بلینکن د جنوب ختیځې آسیا د سیمې هېوادونو (آسیان) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون دپاره کمبوډیا ته تللی وو.

په واشنګټن کې د ویلسن څېړنیز مرکز کارپوه مایکل کوګلمن وایي له بلینکین سره موافق دی او زیاتوي چې د چین پوځي تمرینونه په سیمه کی د متحده ایالتونو مهمو متحدینو ته مستقیم ګواښ دی.

ښاغلی کوګلمن وايي چې د متحده ایالتونو لپاره سمدستي اندېښنه دا ده چې له دې آمله د جاپان او جنوبي کوریا په څېر د امریکا مهم متحدین اغېزمن کیږي.

د چین بېړیو او الوتکو په روانو تمریناتو کې، د شنبې راهیسې له منځني خط څخه د تایوان لور ته اوښتو ته دوام ورکړی. ددغو تمرینونو د پلانونو په اړه یوې باخبرې سرچینې ویلي چې د تایون ختیځ لور ته د جاپان ټاپوګانو ته څېرمه چینايي بېړیو او بې پیلوټه الوتکو همدارنګه پر امریکايي او جاپاني پوځي بېړیو باندې د برید تمرین اجرا کړی دی.

د تایوان پوځ کشفي بیړیو په سیمه کې ګزمې پیل کړي دي، خبرداری یې خپور کړی او سمندر ته نږدې د توغونديو سیستمونه یې د تیارسئ په حالت کې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د آسیان په غونډه کې ګډون کړی و. هغه په سیمه کې د روان تاوتریخوالي پړه پر متحده ایالتونو او د امریکا د ولسي جرګې پر رئیسې ور واچوله.

وانګ یي وویل: "د امریکا د ولسي جرګې رئیسی پلوسي د چین کلک مخالفت او د مذاکرې غوښتنې له پامه غورځولي دي. د امریکا حکومت د هغې د سفر ملاتړ کړی او په دقیق ډول یې تنظیم کړی دی".

خو مېرمن پلوسي له خپل سفر څخه ننګه کړې او ویلي یې دي چې د تایوان منزوي کولو ته اجازه نه ورکوي.

هغې د چین نیوکو او اندېښنو ته په اشارې سره وویل: "هغوی زموږ د سفرونو مهال وېش نه جوړوي. دا د چین مسوولیت نه دی".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي‌، مهمه ده چې مسولانه اقدامات وشي او زیاتوي چې متحده ایالتونه به هیڅکله پاروونکی عمل ونکړي.

XS
SM
MD
LG