د لاس رسي وړ اتصالات

د کاغذ پر مخ موافقه ترهغه ارزښت نلري‌ چې عملي شوې نه وي- کارسن


د امریکا د کانگرس غړی وایي "د امریکا او پاکستان اړیکې مهمې دي‌ خو پدې هم پوهېږو چی د پاکستان حکومت کې داسې غړي ‌هم و چې اوسامه بن لاډن یې پټ ساتلی و"
د امریکا د کانگرس غړی وایي "د امریکا او پاکستان اړیکې مهمې دي‌ خو پدې هم پوهېږو چی د پاکستان حکومت کې داسې غړي ‌هم و چې اوسامه بن لاډن یې پټ ساتلی و"

د امریکا کانګرس مسلمان غړی وایي مهمه دا ده چې طالبان د بریدونو لړۍ ودروي ځکه د کاغذ د سولې موافقه تر هغې ارزښت نلري چې تر څو چې عملاً تطبیق نشي. د امریکا د کانګرس دغه ډموکراټ غړي د امریکا غږ اشنا تلویزیون څخه ښایسته سعادت لامع سره په مرکه کې وویل د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اوربند غزول ډېر اهمیت لري په خاصه توګه اوس چې امریکا ته مخ په وړاندې د پرمختګ زمینه برابروي.

ښاغلي کارسن زیاته کړه "زه فکر کوم چې امریکا یو خورا مهم نقش لري‌ .مونږ باید سم او پر ځای پیغام ولېږو. مهمه دا ده چې طالبان د بریدونو لړۍ ودروي. د اقلیتوتو په وړاندې تبعیض بند کړي. باید د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل ختم شي. زه فکر کوم چې د نړیوال سیاست په تاریخ کې داسی وخت ندی راغلی چی نړیواله ټولنه تر دی حده بشري‌حقونو ته وقف واوسي."

د ښاغلي کارسن سره بشپړ مرکه دلته کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG