د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له افغانستان نه د خپلو ځواکونو په ویستلو هم غور کوي


په داسې حال کې چې د افغانستان په هکله د ټرمپ نوې پالیسۍ ته خلک سترگې په لار دي، سپینه ماڼۍ په دې هم غور کوې چې د افغانستان نه عسکر وباسې.

د وال سټریټ جورنال لیکلې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږلو د زړه نا زړه کیدو له وجې اوس په دی هم غور کیږې چې د افغانستان نه امریکایي عسکر بیرته وباسې.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې نیم کال پوره شوېدی او تر اوسه پورې د افغانستان په هکله د امریکا پالیسې نده اعلان شوی. د افغانستان په هکله د امریکا په پالیسۍ کې د ځنډ په وجې په دی موضوع بیلا بیل بحثونه کیږي.

په سپینه ماڼۍ کې چارواکې په دی لا سره ندي موافق شوې چې افغانستان ته ٣٩٠٠ نور امریکایي عسکر واستوې چې هلته د طالبانو په ضد په جگړې کې کومک وکړې. اوس سپینه ماڼۍ په دی هم غور کوې چې که چبرته امریکا د افغانستان نه عسکر وباسي نو څنگه به وي.

د وال سټریټ جورنال ورځپاڼه د یو لوړپوړې چارواکې له قوله لیکې چې دا یوه داسې پوښتنه ده چې ایا د امریکا حکومت او ولسمشر غواړې چې په افغانستان کې پاته شې او کنه. دغه لوړپوړې چارواکې د وال سټریټ جورنال ته ویلي چې که چیرته مونږ د اوږدې مودې لپاره نشو پاته کیدی نو زمونږ پاتې کیده هیڅ گټه نه کوې، پکار ده چې مونږ د افغانستان نه ووځو.

د امریکا ولسمشر تیره میاشت د دفاع وزارت ته دا واک ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د صلاحیتونو او د شمیر په هکله پریکړه وکړې چې د هغې نه وروسته پینټاگان وویل امریکا به افغانستان ته ٣٩٠٠ نور تازه دم عسکر استوي.

ځینې داسې رپورټونه هم خپاره شوې دې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ لکه څنگه چې یې د انتخاباتو د کمپاین په وخت کې ویلي و چې امریکایي عسکر به بیرته وباسې، تراوسه هم په دی ندی قانع شوی چې امریکایي عسکر ولې په افغانستان کې پاتې شي. د امریکا ولسمشر حتی دا ویلي دي چې غواړې ځان په دی پوهه کړې چې د ١٦ کلونو د اوږدې جگړې نه وروسته هم امریکایي عسکر ولې په افغانستان کې دي.

په تیرو څو اونیو کې د امریکا لوړپوړو چارواکو په پاکستان باندې د فشار د زیاتولو غوښتنه کړېده او په دی لړ کې د امریکا د بهرنو چارو وزارت دا اعلان وکړ چې پاکستان ته به د مرستو یوه برخه یعنې ٥٠ ملیونه ډالره پوځې مرسته ور نکړې.


د افغانستان د جگړې په هکله د ټرمپ پخوانې دریځ

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د پخوانې ولسمشر اوباما په وخت کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د موجودیت سره سخت مخالفت ښودلې و. هغه په ٢٠١٢ کال کې په خپل ټویټر کې لیکلی و.

خو اوس د ملي امنیت مختصص جیمز جی کارافانو چې د ولسمشر ټرمپ مشاور هم دی، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلی دي چې ولسمشر اوس په دی پوهه دی چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت ډیر مهم دی او دغه به په سمه توگه سر ته رسوو.

د امریکا لوړپوړو چارواکو څو وارې ویلي دي چې د ټرمپ اداره به د جولاې تر اخیره د افغانستان په هکله خپله پالیسې اعلان کړې خو نن د جولایې میاشت اخیره ورځ ده او لا تراوسه په دی هکله فیصله نده شوی.

سپینه ماڼۍ وایي چې هغوې لا تر اوسه پورې د افغانستان په هکله ستراتیژې نده مکمله کړې او لا پرې کار کوې.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG