د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له کیوبا سره ديپلماتیکې اړېکې بیا ټینګوي


ولسمشر باراک اوباما نن چارشنبې ولس ته په وینا کې د کیوبا او امریکا ترمنځ د ديپلماتیکو اړیکو د بیاټینګیدو خبر ورکړ. د امرېکا په باندنې تګلاره کې دغه حیرانونکی بدلون له هغه وروسته اعلان شو چې کیوبا د الن ګروس په نامه یو امریکايي وګړی چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې په هغه هېواد کې بندي وو، آزاد کړ.

ولسمشر اوباما وویل چې پر کیوبا د لسیزو کلونو بندیزونو او سړو اړیکو وروسته، اوس هغه مهال دی چې دواړه هېوادونه پخپلو اړیکو کې سمون راولي.

امریکا په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د کیوبا په پلازمېنه هاوانا کې خپل سفارت بند کړ او له هغه مودې راهېسې دواړو هېوادنو رسمي دیپلماتيکې اړېکې نلري.

د نوې تګلارې له مخې به امریکا په نږدې راتلونکي کې خپل سفارت په هاوانا کې پرانیزي او د دغه اقدام در انتظام لپاره به د امریکا د باندنېو چارو مرستیال وزیر د راتلونکي میلادي کال د جنوري په میاشت کې کیوبا ته سفر وکړي.

د امرېکا د کانګرس ځينو غړو، په ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند نه، د ولسمشر اوباما دغې پرېکړې ته توند غبرګون ښوولي او ويلي چې د کیوبا رژيم د دموکراسۍ او بشري حقونو د سمون لپاره هیڅ هوډ ندی ښودلی.

بلخوا ولسمشر اوباما په خپله وینا کې وویل، کله چې ١٧ کلن ماشوم و او د تلویزیون مخ ته چې لا رنگه خپرونې یې نه درلودې ناست و، د لومړي ځل لپاره یې د امریکا د یو ولسمشر نه واوریدل چې کیوبا ته یې د یو "بندي تاپو" خطاب وکړ.

د ولسمشر اوباما د وینا سره جوخت د کیوبا مشر راول کاسترو هم په هاوانا کې وینا وکړه او دواړو وویل چې دوی امریکایي او کیوبایي بندیان چې د کلونو راهیسې په بند کې وو سره تبادله کړل او اوس به د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او د سفر کولو اړیکې پیاوړې شي.

د چارشنبې په ورځ کیوبا د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ادارې قراردادي الن گروس چې کیوبا ته د ممنوعه تکنالوژۍ د واردولو په وجه یې پنځه کاله په بند کې تیر کړي وو، خوشې کړ.

ښاغلي اوباما وویل چې الن گروس او د امریکا یو ډیر مهم استخباراتی اجنټ د کیوبا د دریو تنو استخباراتي کارکوونکو سره چې څه دپاسه یوه لسیزه په امریکا کې بندیان وو، تبادله کړای شول.

ولسمشر اوباما وویل د کمونستي ټاپو پنځوس کلنې انزوا "نتیجه ور نه کړه" اوس د دې وخت دی چې نوې لاره غوره شي.

XS
SM
MD
LG