د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت افغانستان د "ناعادلانه توقیف ملاتړی دولت" مشخص کړ او له طالبانو یې غوښتي چې امریکایي بندیان خوشې کړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په یوې اعلامیې کې ویلي: "زه نن افغانستان د ناسم توقیف ملاتړی دولت اعلانوم. طالبان لاهم ترهګریز تاکتیکونه کاروي، د باج یا سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره خلک برمته کوي. دا کړکیچن تاکتیکونه باید ختم شي."
په دې اعلامیې کې چې د دوشنبې په ورځ (د مارچ نهمه) خپره شوې، امریکایانو ته سپارښته شوې چې افغانستان د سفر څخه ډډه وکړي، ځکه د مارکو روبیو په وینا " طالبان د امریکایانو او نورو بهرنیو وګړو د ناعادلانه نیولو ته دوام ورکوي".
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې "طالبان باید ډنیس کویل او محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکایان خوشې کړي چې په ناعادلانه توګه په افغانستان کې نیول شوي" او د یرغمل نیونې ډپلوماسي پای ته رسونې ته ژمن شي.
طالبانو ۶۴کلن ډنیس کویل د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷، په کابل کې د هغه له استوګنځي څخه ونیوه او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تېرکال د جون په میاشت کې وویل چې هغه په ناحقه توقیف شوی دی.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي مایکل والټز د دوشنبې په ورځ د دې سازمان په امنیت شورا کې د "یرغمل نیونې ډپلوماسۍ" په ګډون د طالبانو پر پالیسیو نیوکې وکړې.
والټز د امنیت شورا په یوې غونډې کې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه، وویل: "د طالبانو کړنې د دوی بد نیت ښیي او د هغوی کړنو موږ د دوی په دې لېوالتیا ډېر شکمن کړي چې په خپلو نړیوالو ژمنو ته وفا وکړي یا د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونه درناوی وکړي."
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د متحدو ایالتونو وروستی ګام د "تاسف وړ" بللی او ادعا یې کړې چې د طالبانو حکومت د هېڅ هېواد اتباع د "معاملې د وسیلې" په توګه نه دي نیولي.
په دې اعلامیه کې د امریکایي بندیانو په تړاو د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ تماسونو ته په اشارې سره ویل شوي چې دا موضوع باید د دواړو لوریو ترمنځ د روانو خبرو اترو له لارې په "مناسب" ډول حل شي.
واشنګټن په پداسې حال کې افغانستان د "ناعادلانه توقیف ملاتړی دولت" نومولی چې تر دې مخکې سپینې ماڼۍ او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت څو څو ځلې د طالبانو له بند څخه د امریکایي بندیانو په خوشې کېدو ټینګار کړی و.
سپینې ماڼۍ تېره میاشت ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د امریکایي بندیانو نه خوشې کېدل به عواقب ولري. د امریکایي چارواکو په وینا، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم دور کې تراوسه پورې پنځه امریکایي وګړي په افغانستان کې د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي.
فورم \ دبحث خونه