د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته د سفر اجازه نه ده ورکړې


د ایران د بهرنیو چارو وزیر غوښتل چې په واشنګټن ډي سي کې د ایران قونسلي ګټو څانګه وګوري خو دا غوښتنه یې رد شوې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر غوښتل چې په واشنګټن ډي سي کې د ایران قونسلي ګټو څانګه وګوري خو دا غوښتنه یې رد شوې وه.

متحده ایالات وایي تیره اوونۍ یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ته اجازه نه وه ورکړې چې واشنګټن ډي سي ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند ماتیو میلر دوشنبه سپټمبر ۲۵ (تلې۳) په خبري کنفرانس کې وویل د ایران دا غوښتنه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت رد کړې وه.

ښاغلي میلر وویل، "دا زمونږ مسؤلیت دی چې د ایران او نورو بهرنیو هیوادونو چارواکو ته اجازه ورکړو چې د ملګرو ملتونو اړوندو کارونو لپاره نیو یارک ته راشي خو دا مسؤلیت نلرو چې هغوی ته واشنګټن ته د سفر کولو اجازه ورکړو."

د راپورونو له مخې عبداللهیان چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډې کې د ګډون لپاره نیو یارک ته راغلی و، غوښتل چې په واشنګټن کې د ایران قونسلي ګټو څانګه وګوري خو د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د امریکایي اتباعو د بندي کیدو له کبله اجازه نده ورکړې.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پدې هکله وویل: "د ایران له خوا د متحده ایالاتو اتباعو په ناقانونه توګه توقیف کولو او د ایران دولت د تروریزم ملاتړ ته په پام سره، موږ د اوس دپاره مناسبه یا اړینه ونه ګڼله چې دا غوښتنه ومنل شي."

د امواج خبري ویب پاڼې د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د غوښتنې خبر خپور کړی و او که چیرته شوی وای، دا به په تیرو ۱۴ کلونو کې واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د یو وزیر لمړنی سفر وای.

پدې راپور کې د یوې سرچینې له خولې چې نوم یې ندی اخیستل شوی ویل شوي چې ښاغلي عبداللهیان غوښتل په واشنګټن کې د ایران قونسلي چارې له نږدې وګوري خو تر څنګ یې غوښتل دا وښيي چې ګنې د تهران – واشنګټن اړیکې یو څه نرمې شوې دي. ایران تیره اونۍ پنځه امریکایي اتباع چې د څو کلونو راپدیخوا هلته بندیان و، خوشې کړل.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن ویلي وو چې دا کسان په "ناحقه نیول شوي" وو او د هغوی خوشې کیدل یې تائید کړل.

امریکا د قطر،‌ عمان، سویزرلنډ او جنوبي کوریا په ګډون د ټولو هغو هېوادونو څخه مننه کړې چې ددې امریکایي اتباعو په خوشې کیدو کې یې منځګړیتوب کړی و. د سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت په اعلامیو کې په ځانګړي ډول د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد، د عمان د سلطان هیتم بن طارق څخه مننه شوې.

امریکا ددې بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې د ځینو ایراني بندیانو خوشې کیدو تر څنګ د ایران د شتمنۍ یوه برخه هم خلاصه کړې او د قطر یو بانک ته یې استولې ده.

ایران په جنوبي کوریا باندې د تیلو د خرڅولو له درکه هلته شپږ میلیارد ډالر لرل، چې د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري په ایران د بندیز له لګولو ورسته ګنګل شول.

واشنګټن او تهران وروسته تر هغه دپلوماتیکې اړیکې پرې کړلې چې په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب څخه وروسته مظاهره چیانو د ۴۴۴ ورځو لپاره امریکایي دیپلوماتان په تهران کې د امریکا په سفارت کې یرغمل کړل.

د هماغې ورځې راپدیخوا په واشنګټن ډي سي کې د ایران د قونسلي ګټو څانګې باندې د پاکستان بیرغ لګول شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG