د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: طالبانو د نړۍ په کچه د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو سخت ځپونکي شرایط رامنځته کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبان د "تر ټولو سختو ځپونکو شرایطو" د رامنځته کولو مسوول بللي او د دې ډلې کړنې یې "وحشیانه" بللې دي.

تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې طالبانو د ټولنې پر بېلابېلو قشرونو، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو، سیستماتیک بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه د امریکا غبرګون څه دی، وویل: "طالبان د نړۍ په کچه د ښځو او نجونو لپاره د تر ټولو سختو ځپونکو شرایطو د رامنځته کولو مسوول دي او د هغوی وحشیانه کړنې غندو."

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلي یې دي طالبانو د ټولنې د ټولو وګړو په خاص ډول د میرمنو او نجونو په وړاندې سیستماتیک فشارونه ډیر کړي دي.

راپور پر مذهبي فعالیتونو د محدودیتونو پر وضع کیدو سربیره، د سوله ییزو غونډو د جوړیدو،عدالت، د زیانونو د جبران حق ته لاسرسي، خپل سرو نیونو، اعدامونو، ځورونو او نورو ناوړو فشارونو ته اشاره کړې ده.

د نړیوالې مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا کمیسیون هم په خپل وروستي راپور کې د افغانستان وضعیت د دیني ازادۍ له پلوه د نړۍ په کچه "ډیر خراب" بللی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت د شریعت څخه د خپل تفسیر پر بنسټ ټولنه اداره کوي او مذهبي اقلیتونه د دې حکومت له بشپړ ملاتړ څخه برخمن نه دي.

څه موده مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر، ولکر ترک، د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه ویلي وو چې افغانستان "د بشري حقونو هدیره" ده.

د طالبانو حکومت تل دا ډول راپورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې د ښځو حقونه او په ټوله کې د افغانستان د خلکو بشري حقونه یې د اسلامي شریعت او اسلامي کلتور په چوکاټ کې خوندي کړي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG