د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ایکواډور په لاتینې امریکا کې د 'پیژندل شویو ترهګرو عملیاتو' په نوم ګډ پوځي عملیات ترسره کوي

د امریکا متحدو ایالتونو او ایکواډور د مخدره توکو د قاچاقبرانو په نښه کولو په پار ګډ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د امریکا جنوبي قومانداني (سوتکام) اعلان وکړ چې دواړه هیوادونه د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې "پریکنده اقدام" کوي چې په وینا يي په ټوله نړۍ کې یې تاوتریخوالی او فساد خپاره کړي دي.

پنټاګون د سې شنبې په ورځ (فبروري درېیمه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا اقدامات "د لاتینې امریکا او کارابین په سیمه کې د ملګرتیا او ژمنتیا یوه پیاوړې بیلګه ده، چې د مخدره توکو د ترهګرۍ له خطر سره مبارزه کوي."

په خبرپاڼه کې دا نه دې ويل شوي چې دا به څه ډول عملیات او په کومو ډلو باندې به متمرکزې وي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا پوځ د سویلي امریکا د مخدره توکو قاچاقبرو پر وړاندې ځمکني عملیات ترسره کوي، او دا د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې لپاره د ټرمپ د ادارې په هڅو کې یوه نوې جبهه پرانیزي.

د امریکا جنوبي قوماندانۍ (سوتکام) وايي چې د جنوبي نیزې په نوم عملیاتو لسګونه کښتۍ چې مخدره توکي یې لیږدول په نښه کړي دي، په ختیځ ارام سمندر او کارابین کې یې ګڼ شمیر د مخدره توکو ترهګر وژلي دي.

قوماندان جنرال فرانسس ایل ډونووان په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ایکواډور وسله والو ځواکونو د مخدره توکو د قاچاق په وړاندې مبارزه کې "نه ماتیدونکې ژمنتیا، زړورتیا او هوډ" ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر سپتمبرمیاشت کې د ایکوادور دوه اصلي جنایي سازمانونه - لاس لوبوس او لاس چونیروس - د بهرنیو ترهګرو ډلو په توګه ونومول.

په ورته وخت کې، د ایکوادور د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "د مخدره توکو د ترهګرۍ او د غیرقانوني کان کیندنې پروړاندې نوی پړاو" روان دی.

د ایکوادور وسله وال ځواکونه به د ایکوادوریانو د امنیت او زموږ د کورنیو د سوله ایز راتلونکي لپاره د ستراتیژیکو متحدینو سره یوځای د تنظیم شويو جرمونو سره په کلکه مبارزې ته دوام ورکوي."

د ګډو پوځي عملیاتو اعلان وروسته له هغه وشو چې د ایکوادور ولسمشر ډینیل نوبوا د دوشنبې په ورځ د کویټو په حکومتي ماڼۍ کې د جنرال ډونووان او د دواړو هیوادونو نورو دفاعي چارواکو سره وکتل ترڅو د نړیوالو سازمان شویو جرمونو په وړاندې اقدامات همغږي کړي او د نیمه کرې امنیت پیاوړی کړي.

د ایکواډور د ولسمشر دفتر وویل چې په دې غونډه کې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د کنټرول، معلوماتو د شریکولو او عملیاتي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره نوښتونه شامل وو.

د نوبوا ادارې د امنیت په اړه د همکارۍ د تړونونو په کارولو سره له واشنګټن سره نږدې اړیکې ساتلي دي. متحدو ایالتونو په ایکواډور کې د پوځي اډې د جوړولو لپاره کې لیوالتیا ښودلې، که څه هم دا وړاندیز د تیر نومبر په ټولپوښتنه کې رد شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG