د لاس رسي وړ اتصالات

دونالد ټرمپ د واک د انتقال په بهیر کې د ګډوډۍ خبره رد کړه


ښاغلي ټرمپ دا تورونه رد کړي دي او وايي چې د واک د انتقال بهیر یې ښه روان
ښاغلي ټرمپ دا تورونه رد کړي دي او وايي چې د واک د انتقال بهیر یې ښه روان

سره له دې چې یو شمېر راپورونه د متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ په ډلې کې د واک د انتقال په بهیر کې د ګډوډۍ او بې نظمۍ خبره کوي.

خو په خپله ښاغلی ټرمپ وايي چې هر څه سم او منظم روان دي.

نوموړي د چهارشنبې په شپه په خپل ټویټر کې ولیکل چې د ولسمشر اوباما څخه د واک د انتقال بهیر ښه روان دی " په داسې حال کې چې زه د کابیني او ډېرو نورو څوکیو په اړه پرېکړه کوم د انتقال بهیر منظم روان دی".

تر دې مخکې د واشنګټن پوست ورځپاڼې د جمهوري غوښتونکو ګوند د ملي امنیت د یو مخکني چارواکي، ایلوټ کوهن، یوه مقاله خپره کړه چې په کې ویل شوي هغه فکر نکوي چې محافظه کاران به له دونالد ټرمپ سره کډ کار وکړي.

ښاغلي کوهن په خپلې مقالې کې لیکلي چې وار له واره له انتخاباتو وروسته د هغې په ډلې کې بې نظمي پيدا شوې او د انتقال بهیر عادي نه دی او د ټرمپ اداره به هم عادي نه وي.

خو ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې دا تورونه رد کړي دي او وايي چې د واک د انتقال بهیر یې ښه روان دی.

تر انتخاباتو مخکې د نیوجرسي والي ګریس ګریستی د واک د انتقال د بهیر چارې مخ ته وړلې، خو ښاغلي ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ دا چارې خپل مرستیال مایک پنس ته وسپارلې او د نیوجرسي والي یې لېرې کړ.

دونالد ټرمپ د نومبر په اتمه د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې خپلې ډیموکراتې سیالي هیلري کلنټن ته حیرانونکې ماتې ورکړه. دی لومړنی کس بلل کیږي چې له کومې سیاسي تجربې پرته د خپل هېواد منتخب ولسمشر کیږي.

ټاکل شوې چې هغه به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ لوړه کوي، خو تر هغې مخکې باید د ۱۵ مهمو وزارتونو او څلور زره نورو څوکیو لپاره کسان وګماري.

XS
SM
MD
LG