د لاس رسي وړ اتصالات

د نیواډا ایالت هم د جمهور رئیس ټرمپ د انتخباتي ټیم غوښتنه رد کړله


د نیواډا په ایالت کې څارونکي د انتخاباتو په یو مرکز کې د رایې ورکولو بهیر څاري

د نومبر د میاشتې د دریمې نیټې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن د جمهوري غوښتونکي د ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ نه د ۳۳۵۹۶ رایو په توپیر د نیواډا ایالت وګاټه.

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ټیم د دې ایالت د سترې محکمې نه غوښتي وو چې د انتخاباتو نتیجه دې باطله کړي، خو محکمو ویلي چې په انتخاباتو کې د ټګیو برګیو د ادعاوو په هکله یې هیڅ شواهد ندي پیدا کړي.

د نیواډا د ایالت سترې محکمې په یوې فیصلې کې ویلي چې د ولسوالۍ محکمې د شواهدو په تطبیق کې سهوه نده کړې.

پدې ایالت کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د محکمې په پریکړې خواشینې ښودلې او په یوې اعلامیې کې ویلي: "مونږ ته دا فرصت رانکړل شو چې په محکمې کې خپل لنډ معلومات ورکړو او یا دلیل ووایو."

ټاکل شوې چې الکټورل کالج غړي د همدې میاشتې په ۱۴ مې جرګه شي او د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه نهایي کړي.

د نیواډا ایالت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې مهم نقش لري او د هغو ایالتونو څخه دی چې اوسیدونکي یې کله جمهوري غوښتونکو او کله د دیموکرات ګوند کاندید ته رایه ورکوي. دا ایالت د انتخاباتي کالج ۶ غړي لري.

پدې انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن ۳۰۶ او د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید او برحال جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ۲۳۲ د الکټورال کالج رایې ګټلي دي.

جمهور رئیس ډونالد ټرمپ لا هم په رسمي ډول په انتخاباتو کې خپله ماتې نده منلې خو هغه د لیندۍ د میاشتې په ۷مهپه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و که د الکټورال کالج غړي جو بایډن د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړی، دی به سپینه ماڼۍ پریږدي.

XS
SM
MD
LG