د لاس رسي وړ اتصالات

الکټورال کالج په رسمي توګه د امریکا د انتخاباتو نتیجې تائیدوي


جمهور رئیس ټرمپ ۲۳۲ او منتخب جمهور رئیس جو بایډن ۳۰۶ د الکټورال کالج رایې ګټلي دي.
جمهور رئیس ټرمپ ۲۳۲ او منتخب جمهور رئیس جو بایډن ۳۰۶ د الکټورال کالج رایې ګټلي دي.

د انتخاباتي کالج غړي جرګه کیږي چې د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن په رسمي توګه جمهور رئیس وټاکي.

د امریکا د قانون له مخې د انتخاباتي کالج غړي باید نن د دوشنبې په ورځ، ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) په ټول هیواد کې سره راټول شي.

ټاکل شوې د انتخاباتي کالج غړي په ټولو ۵۰ ایالتونو او پایتخت واشنګټن ډي سي کې د رایې ورکولو لپاره غونډې وکړي.

دغه رایې بیا وروسته واشنګټن ته استول کیږي او د بل کال د جنوري د میاشتې په ۶ مې نیټې د کانګریس د دواړو مجلسونو په غونډې کې چې مشري یې د جمهور رئیس ټرمپ مرستیال مایک پینس کوي، شمارل کیږي.

د نورو کالونو په پرتله دا ځل د انتخاباتي کالج د غړیو رایه ګیرۍ ته ډیر پام کیږي ځکه چې برحال جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لا هم د نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې خپله ماتې نده منلې او په انتخاباتو کې د "بې بنسټه ټګیو برګیو" ادعا کوي.

ټاکل شوې چې منتخب جمهور رئیس جو بایډن د انتخاباتي کالج د غړیو د غونډې نه وروسته ملت ته وینا وکړي. خو ها خوا بیا برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ بیا د انتخاباتو د ګټولو دعوا لري.

ښاغلي ټرمپ د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره په تازه مرکې کې د جو بایډن جمهوري ریاست د پیل نه وړاندې کمزوری کړی.

ټرمپ په مرکې کې ویلي، " زه اندیښنه لرم چې زمونږ هیواد به نامشروع جمهور رئیس ولري. زه اندیښنه لرم چې داسې جمهور رئیس به وي چې په ډیره بده توګه یې بایللې".

جمهوري غوښتونکو د څو اوونیو لپاره کوښښ وکړ چې په ایالتونو کې د انتخاباتو د نتایجو په هکله په محکمو کې حقوقي دعوې وکړي خو ایالتي قاضیانو دا دعوې رد کړلې.

جمهور رئیس ټرمپ او جمهوري غوښتونکو انډیوالانو یې تیره اوونۍ د سترې محکمې نه هم وغوښتل چې د انتخاباتي کالج ۶۲ رایې چې د جو بایډن په پلوۍ کارول شي، یوې خوا ته کړي.

که دا کار شوی وی ممکن چې د انتخاباتو نتیجه یې د شک سره مخ کړې وه خو د سترې محکمې قاضیانو د همدې تیرې جمعې په ورځ د ټرمپ او جمهوري غوښتونکو دا غوښتنه هم رد کړله.

د قاضیانو او ایالتي محکمو تر څنګ د امریکا د عدلیې وزارت هم ویلي چې د جمهوري ریاست په انتخاتو کې د ټګیو برګیو په هکله چې ټرمپ او ټیم یې ادعا کوي، کره شواهد ندي میندل شوي.

د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې د ۳مې نیټې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برحال جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ۲۳۲ او منتخب جمهور رئیس جو بایډن ۳۰۶ د انتخاباتي کالج رایې ګټلي دي.

یو کاندید باید لږ تر لږه ۲۷۰ رایې وګټي چې جمهور رئیس وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG