د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د تشدد ډیروالی: د امریکا سفارت خپلو مامورینو ته خبرداری ورکړی

د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفارت خپلو مامورینو ته خبرداری ورکړی چې د ماریوټ هوټل ته د رخصتیو په ورځو کې نه ورځي ځکه یو شمیر "نامعلوم افراد" په امریکایي اتباعو د برید کولو پلان لري.

په خبردارې کې ندي ویل شوي چې کوم نا معلوم افراد د برید کولو پلان لري او ولې امریکایان په نښه کوي.

د امریکا سفارت یکشنبه ډسمبر ۲۵ (مرغومي۴) پخپل ویب سایټ کې دا خبردارې داسې مهال خپورکړی چې دوشنبه د امریکا په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د کرسمس جشن لمانځل کیږي او عمومي رخصتي وي.

سفارت همدارنګه د خپلو ټولو مامورینو څخه غوښتي د رخصتیو په ورځو کې دې په اسلام آباد کې د غیر ضروري او غیر رسمي سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د متحده ایالاتو سفارت په خبرداري کې ویلي چې پاکستاني چارواکو د امنیتي اندیښنو له کبله په اسلام آباد کې د عامو خلکو په راټولیدو بندیز لګولی او په ښار کې یې د خطر د پیښدو کچه "سره" ښودلې.

په عین حال کې د پاکستان پوځ یکشنبه تائید کړه چې پنځه سرتیري د بلوچستان په ولایت کې د سړک د غاړې د بم په چاودنې کې وژل شوي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکو ادعا کړې چې دا برید هغوي کړی خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

د دې تر څنګ تیره جمعه، ډسمبر ۲۳ په اسلام آباد کې د پولیسو د تالاشۍ یو مرکز سره نږدې په ځانمرګي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو او لس تنه نور ټپي شول.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ ادعا کړې وه چې دا برید هغوي کړی.

د برید څخه وروسته پاکستاني چارواکو په ښار کې امنیتي تدابیر ډیر کړل، د پولیسو ګزمې یې زیاتې کړې او په ټول ښار کې یې سیاسي او نورې غونډې بندې کړلې.

This item is part of
​
XS
SM
MD
LG