د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت: د اوکراین په اټومي بټۍ برید 'جنګي جنایت' دی


په کیف کې د امریکا سفارت
په کیف کې د امریکا سفارت

په اوکراین کې د متحده ایالاتو سفارت د اوکراین په سترو اټومي تاسیساتو د روسیې برید چې اروپا کې تر ټولو ستره اټومي بټۍ ده، "جنګي جنایت" وباله.

روسیې دغه اټومي دستګاه تیره ورځ ونیوله.

د امریکا سفارت د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) په خپل ټویټر پاڼه ولیکل: "پر یوې اټومي بټۍ برید جنګي جنایت دی. د پوتین په واسطه د اروپا د تر ټولو سترو اټومي تاسیاتو باندې راکټ توغول د هغه د وحشت حکومت یو ګام نور هم پرمخ بیایي."

روسي ځواکونو د پنجشنبې په شپه د زاپروژیا په اټومي بټۍ برید وکړ چې پدې تاسیساتو کې د اورلګیدنې او د نړیوالې اندیښنې سبب شو.

د زاپورژیا د اټومي بټۍ مسولو مقاماتو ویلي چې ددې تاسیساتو د زده کړو ودانۍ او ددې بټۍ یو لابراتوار د اور لګیدو په وجه زیانمن شوی، خو اوس دغه تاسیسات امن دي.

د روسیې د دفاع وزارت ددغه اور لګیدو علت د اوکراینیانو "وحشیانهه برید" اعلان کړی او ویلي یې دي چې روسي ځواکونو ددغه تاسیساتو کنترول ترلاسه کړی دی.

په اوکراین کې د امریکا د سفارت ټویټ پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې د مسکو پر وړاندې د واشنګټن تر ټولو سخت دریځ ګڼل شوی دی.

د سي ان ان د خبري شبکې د رپوټ له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې د متحده ایالاتو د ټولو سفارتونو څخه غوښتي چې په کیف کې د امریکا د سفارت ټویټ بیا ټویټ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رویترز اژانس دې پوښتنې ته چې ایا په کیف کې ددې هیواد د سفارت ټویټ د متحده ایالاتو د حکومت رسمي دریځ دی، ځواب ندی ورکړی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه د روسیې اقداماتو ته د جنګي جنایت د اصطلاح څخه د استفادې نه ډډه کړې او ویلي یې دي چې: "ددې موضوع ویل له وخت دمخه دي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي هم د جمعې په ورځ ددې سوال له ځ،اب ویلو څخه ډډه وکړه او وویل چې دا تصمیم د جرمونو نړیواله محکمه نیسي، خو زیاته یې کړه: "مطمیناً چې دا د یو مسول اټومي ځواک چلند ندی."

خو بریتانیا په څرګنده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، په جنګي جنایتونو تورن کړی دی.

د هاک د جرمونو نړیوالې محکمې د ۳۹ غړو هیوادونو په غوښتنه د اوکراین په ښارونو د روسیې د ړندو بمباریو او توپخانې د بریدونو د رپوټونو په ارزونه پیل کړې ده.

په اوکراین کې د بشري حقونو ډلو د روسي ځواکونو له خوا د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې، جنګي جنایتونو او ددې جملې نه د ملکي وګړو، ښوونځیو او روغتونونو په نښه کولو په هکله ادعاوی کړې دي.

د کریملین ویاند ډیمیتری پسکوف، هغه ادعاوی چې روسي ځواکونه پر ملکي تاسیساتو تاو د اوسیدنې پر ځایونو بریدونه کړي، سخت رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG