د لاس رسي وړ اتصالات

د ژغورنې نړیواله کمېټه نړیوالې ټولنې ته: افغانستان باید هیر نکړئ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د بشري بحران له زیاتېدو سره هم مهاله، د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، چې د اوکراین کړکېچ ته د توجه اوښتو زیاتېدو سره، نړیواله ټولنه باید د افغانستان له بشري بحران څخه غافله نشي او دغه هیواد هیر نکړي.

دغه کمېټې پرون جمعه مارچ څلورمه (کب ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې نړیواله تولنه باید په افغانستان کې د قحطۍ او لوږې د مخنیوي، د خلکو د ژوغورنې او د ښځو نجونو په وړاندې د رامنځته شوو«ناوړه» شرایطو د پای ته رسېدو لپاره کار وکړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په دې وروستیو کې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو لخوا د بشري مرستو زیاتېدو هر کلی کړی دی.

دغه کمېټې له افغانستان سره د بشري مرستو د جلبولو په هکله د یوې غونډې په درشل کې چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په پای کې وشي، ویلي چې په دغه نړیواله ناسته کې به په افغانستان کې د رامنځته شوي اقتصادي بحران د هواري لپاره د افغانستان له خلکو سره د زیاتو مرستو راجلبولو باندې تمرکز وکړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د پالیسۍ او حقوقو کمېټې مرستیالې آماندا کتانزانو ویلي: "موږ د متحده ایالاتو او نورو مرستندویه هیوادونو د وروستي اقدام، په ځانګړي ډول د نړیوال بانک د بورډ د پرېکړې هر کلی کوو،چې د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق څخه یې یو میلیارد ډالر په دغه هیواد کې ملګر ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو ته ورکړي دی."

نوموړې زیاته کړې چې دغه مرستې به په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ سره مخ نهه میلیون کسانو باندې ووېشل شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د مرستیالې په وینا،دغه کمېټه په ټول افغانستان کې څه کم ۳زره کار کوونکي لري او هغوی ویني چې د ورځې په تېرېدو سره څنګه د خلکو ژوند خرابیږي.

د دغه کمېټې د معلوماتو په اساس په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا نسبت تیر کال ته درې برابره زیاته شوې ده، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د غوښتل شوي مرستې ۸۰ سلنه تر دا مهاله لاسته نه ده راغلې.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ګواښ کړی که چیري د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اقدامات ونشي، د دغه هیواد اوسېدونکي به زیات اقتصادي زیان ووینې او ډېر وګړي به یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان او د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي و چې د افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي چې د دغه هیواد د وګړو د نفوس نیمايي کیږي د سخت اقتصادي بحران او خوراکي موادو له نه خوندیتوب سره لاس او ګرېوان دي او یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د بشري مرسته رسوونکو خبرداری ورکړی چې په دغه هیواد کې رامنځته شوی بشري ناورین، کېدایشي تر تیري شل کلنې جګړې زیات افغانان ووژني.

د ژغورنې نړیواله کمېټه په داسې حال کې د افغانستان بشري بحران ته د نړیوالې ټولنې د توجه غوښتنه کړې چې پر اوکراین د روسیې د برید سره هم مهاله په تیرو اوو ورځو کې څه باندې یو میلیون اوکراینیان له خپل هیواد څخه کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG