د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا تمه لري اوکراین او روسیه د سولې د خبرو بل پړاو پیل کړي


متحده ایالتونه په روسیې باندې فشار راوړي چې اوربند ومني
متحده ایالتونه په روسیې باندې فشار راوړي چې اوربند ومني

د اوکراین او روسیې ترمنځ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د روانو هلو ځلو په ترڅ کې متحده ایالتونه تمه لري چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ اوکراین او روسیه په ترکیې کې د سولې د مخامخ خبرو بل پړاو پيل کړي.

روسیه وايي چې انقرې ته به خپله مذاکراتي ډله واستوي، خو اوکراین لا په دې خبرو کې خپل ګډون نه دی تائید کړی.

د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیووت خبریالانو ته وویل چې امریکا باور لري، چې دا غونډه به وشي.

هغې وویل: «دا هماغه غونډه ده، چې ولسمشر دواړه خواوې هڅولي او تاکید یې کړی چې راشي او مخامخ خبرې وکړي.»

کارولین لیووت زیاته کړه: «ولسمشر ټرمپ د دغه تاوتریخوالي له لومړۍ ورځې څخه په دې اړه څرګند و [دریځ درلوده]، چې غواړي وویني دا تاوتریخوالی د خبرو په میز حل شي، نه د جګړې په ډګر کې، هغه دا خبره دغو دواړو مشرانو ته په خصوصي او عمومي توګه هم کړې ده.»

د دوشنبې د ورځې خبرې د مۍ د ۱۶ نېټې له خبرو وروسته کېږي، چې دواړو خواو په کې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهېسې په لومړي ځل د سولې مخامخ خبرې وکړې.

ترکیې د جمعې په ورځ هیله وکړه چې د مستقیمو خبرو نوی پړاو یوې داسې سرمشریزې ته لار پرانیزي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په کې وي.

متحده ایالتونه په روسیې باندې فشار راوړي چې اوربند ومني او د سولې د خبرو د هلو ځلو په منځ کې یې په اوکراین باندې د روسیې پراخ بریدونه هم غندلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د دایمي استازولۍ مرستیال جان کیلي تېره ورځ د امنیت شورا ته وویل ، که روسیه او اوکراین سولې ته لیوال دي، متحده ایالتونه به د دغه هدف لپاره د خپلو اروپايي شریکانو او ملګرو ملتونو سره کار وکړي.

نوموړي وویل: «که روسیه د دغې ویجاړونکې جګړې د روان ساتلو لپاره خرابه پرېکړه کوي، موږ به د دغې جګړې د ختمولو لپاره د خپلو مذاکراتو د هڅو په پرېښودو غور وکړو.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG